له نیمایي زیات کانونه ناقانونه کیندل کیږي

۲۲ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۴۷ ق.ظ -
    د پولتخنیک پوهنتون مالومات ښيي چې د افغانستان له نیمايي زیات کانونه په غیري قانوني ډول کیندل کېږي او ګټه یې د څو محدودو اشخاصو جېبونو ته ځي او که سم مدیریت نه شي د افغانستان راتلونکی ګواښي. دا څرګندونې د هندوکش د ځمکپوهنې شپږم نړیوال کنفرانس چې د ګڼو بهرنیو هېوادونو محقیقینو هم پرې مقالې لیکلې شوي دي. تېرو پنځو کنفرانسونو کې بهرني څېړونکو هم برخه اخیسته خو دا ځل د امنیتي او نورو ستونزو پر اساس بهرني څېړونکي دلته نشته خو د ویډیو کنفرانس له لارې به خپلې مقالې شریکې کړي. د پوليتخنیک پوهنتون رییس سعید محمد کاکړ وایي، اوس چې د افغانستان نیمايي کانونه په غیري قانوني توګه کیندل کېږي او ګټه یې یواځې د څو اشخاصو جېبونو ته لوېږي؛ کانونو ته یې جدي ګواښ اړولی.  
د جیولوژي او کانونو د پراختیا د انجینري څانګې امر امیر محمد موسی: د افغانستان کانونه چې په سلګونه زره کلونو کې تشکیل شوي، که سم مدیریت نه شي بیا د جوړېدو نه دي.  
د افغانستان د کانونو ناسم وضیعت او غیري قانوني کیندنه یې د اوږدې جګړې او نا امني حاصل دی. د کانونو او پطرولیم وزارت سلاکار وايي، وزارت په نوي پلان کار کوي چې د کانونو مدیریت سم ترسره شي. د دغه کنفرانس پنځه تېر یې هم دلته ترسره شوي. کنفرانس کې د چک، بنګله دېش، امریکا، پاکستان، ایران، اتریش، جرمني او یو شمېر نورو پوهنتونونو څېړونکي هم برخه اخلي او د کانونو او ځمکپوهنې باندې مقالې لیکي.  
له نیمایي زیات کانونه ناقانونه کیندل کیږي

له نیمایي زیات کانونه ناقانونه کیندل کیږي

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .