له پاکستاني پوځ سره په جګړه کې د افغان شهیدانو جسدونه خاورو ته وسپارل شول

۲۷ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۲۳ ق.ظ -
  خوست والي د هغه شهيدانو په جنازو کې ګډون وکړ، چې تېره ورځ د خوست په سرحدي ولسوالۍ ځاځي ميدان کې له پاکستان سره په جګړه کې شهيدان شول. دوي د سيمې اوسيدونکي وو او د پاکستاني تيري پر وړاندې ودرېدل چې غوښتل يې افغان خاوره لاندې کړي. خوست شهیدان د خوست ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايې، خوست والي د سيمې خلکو ته ډاډ ورکړ چې ملي امنيتي ځواکونه يې د دفاع لپاره په سنګرونو کې دي. تېره ورځ په لومړيو وختونو د سيمې ولسونو په خپله مېړانه پاکستاني ځواکونه په خپلې قربانۍ او پاکستاني لوري ته د مرګ ژوبلې په اوښتو له نيول شويو سيمو په شاه کړل. تېر ماښام ناوخته د پاکستاني لوري په غوښتنه اوربند وشو.  

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .