لوګر:د دویمو واحدونو مسولینو ته مالي صلاحیت زیات شو

۲۳ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۳۰ ب.ظ -
   
د لوګر والي محمد حلیم فدایي د دې ولایت په اونیزه اداري غونډه کې د ټولو دوهمي واحدونو مسئولینو ته د یو میلیون افغانیو صلاحیت تفویض کړ. د والي ویاند سلیم صالح وایي، دا غونډه چې مشري یې د لوګر والي محمد حلیم فدایي کوله،د ټولو رئیسانو او یو شمېر امرینو په ګډون د مقام د غونډو په تالار کې ترسره شوه. دصالح په وینا د غونډې په  پیل کې د ولایت والي د ۱۳۹۶ مالي کال د بودیجې د مصرف په اړه وویل چې د ادارو مسئولینو ته د ۵۰۰ زره افغانیو پولي صلاحیت د تفویذ له برکته عادي بودیجه ۹۸ سلنه او پراختیایي بودیجه ۸۳ سلنه مصرف شوه،په داسې حال کې چې ټولې پروژې په ښه کیفیت او د مهال وېش مطابق تطبیق شوې. فدایي وویل، ددې لپاره چې په ۱۳۹۷ مالي کال کې مو پروژې په لاښه کیفیت او ټاکلي وخت تطبیق شوې وي،د بیروکراسي مخه نیول شوي وي او بودیجه په ټاکلي وخت په مصرف ورسیږي د ټولو ادارو مسئولینو ته په معاشاتو کې په صورت د عموم او په مصارفو او قراردادونو کې د یو میلیون افغانیو صلاحیت تفویضوم.  wa

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .