لوګر:طالبانو ۵۰ ښوونځي تړلي

۲۰ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۲۴ ب.ظ -

د لوګر په مرکز او محمد آغه ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو تر ۵۰ پورې ښوونځي تړلي او یو شمېر یې سوزولي .

د دې ولایت د ولایتي شورا ریس حسیب الله ستانکزی وایي، دا کار په مرکز پل علم کې د امنیتي ځواکونو د وروستو په غبرګون کې شوی .

د پوهنې وزارت د نشراتو ریس کبیر حقمل د ښوونځیو تړل کیدل او سوزول کیدل تاییدوي .

حقمل وایی، ۵۰ ښوونځي تړل شوي، چې د نجونو او هلکانو دواړو اړوند دي .

د سوزول شویو ښوونځیو شمېر نه دی په ډاګه شوی، خو د وزارت په وینا دا ښوونځي په پل علم ښار کې سوزول شوي .

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي .

l

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .