لوګر:عواید ۲۴ سلنه لوړشوي،بودیجه ۹۸ سلنه مصرف شوې

۲۱ جدی , ۱۳۹۴ ,ساعت ۱۰:۱۵ ق.ظ -

راپور:شمشاد ننګرهاری

د لوګر چارواکي  وایي،په تېرمالي کال کې یې دولایتي عوایدو ۲۴ سلنه لوړه شوې او ۹۸ سلنه بودیجه یې لګولې.

paa

د لوګر ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره لیکلي،د  ټولو ادارو د ۱۳۹۴ هجري شمسي کال د عادي او انکشافي ټولې بودجې ۹۸٪ سلنه مصرف کړې ده.

د سرچینې له مخې دلسو ادارو له ډلې (معارف، زراعت، صحت عامه، عدلیه، مهاجرین) خپله ټوله انکشافي بودجه نه ده مصرف کړي او نوره بودجه یې عادي او د معاشاتو برخه ده چې د بستونو د تشوالې له امله ۲٪ نه ده مصرف شوې.

ددې ترڅنګ سږ کال د لوګر ولایت د مستوفیت د معلوماتو له مخې ۲۴،۲۸٪ یا ۳۴۷۶۹۰۸۹ افغانۍ له پیشبیني شویو عوایدو زیات راټول شوي دي.

د ولایت د مستوفي سید عالم شاه حسین زاده په وینا: ((د ۱۳۹۴ کال لپاره پیشبیني شوي عواید ۱۴۳۱۹۸۲۲۷ وو او د لوګر مستوفیت ۱۷۷۹۶۷۳۱۷ راټول کړيدي چې د ولایت د مقام په هڅو او د ټولو ادارو په همکاري له هدف څخه لوړ عواید راټول کړای شول)).

د لوګر والي محمد حلیم فدايي وویل: ((دهېواد جوړونه له مالیاتو او د عوایدو له شفاف او پروخت راټولولو سره تړاو لري. نوموړي د ماليي وزارت او د لوګر ولایت د مستوفیت هڅې وستایلي او هیله یې څرګنده کړه چې په ۱۳۹۵ کال کې به دا هڅې نورې هم ګړندي شي او له ولس څخه یې وغوښتل چې د مالیو ورکول د نظام ټینګښت او امنیت کې هم اساسي رول لوبولای شي)).

f

د بودجې د نه مصرف د عواملو په اړه والي زیاته کړه: ((د امنیتي وضعیت ښه والی، داوږدې بیوروکراسي لنډول، په بودجه کې د محلي ادارې واکونه زیاتول، په مرکزې پلان جوړونه او بودجه جوړونه کې د محلي ادارې لومړیتوبونو ته لازم ځای ورکول، د عدليي، امنیتي او اجراييوي ادارو ترمنځ د سالمې همغږۍ ایجادول هغه موضوعات دي چې محلي اداره به وکولای شي ولس ته موثر او پر وخت خدمات وړاندي کړي)).

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .