لوګر:له کرنې ریاست سره د کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۲ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱:۵۴ ب.ظ -
 
د کرنې، اوبو لګونې او مالدراۍ وزارت د لوګر ولایت د کرنې اوبولګونې او مالدارۍ ریاست ته بېلابېل کرنیز وسایل ورکړل. د لوګر ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې په دغو وسایلو کې ، تراکتور، کالتیواتور، ترالي، دغنمو د ریبلو ماشین او یو عراده موټرسایکل شامل دي. له دغو وسایلو څخه به کروندګر او د کرنې ریاست کارکوونکي په کروندو او د نندایزو قطعو په جوړولو کې ګټه پورته کوي. یاد کرنیز وسایل د کرنې وزارت په کرونده کې د اوبو د تنظیم د پروژې له خوا ورکړل شول.  loo

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .