لوڼې تل ځانګړې وي/ ژباړه: سید قیوم اتل

۲۲ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۰۸ ب.ظ -

7

د واده په لومړۍ ورځ ښځې او خاوند موافقه او فیصله وکړه چې هیچاته به دروازه نه خلاصوی، په هماغه ورځ لومړی د خاوند مور او پلار ددوی لیدو ته راغلل، خاوند او ښځه د دروازې تر شاه ولاړ و.

دوی یو بل ته کتل،خاوند غوښتل چې دروازه خلاصه کړی مګر لکه څنګه چې دوی وعده کړې وه دروازه ېې خلاصه نه کړه نو مور او پلار یې بینوا لاړل، د لږ ځنډ وروسته په همدې ورځ د ښځې مور او پلار راغلل، ښځې او خاوند یو بل ته کتل که څه هم دوی موافقه کړې وه چې دروازه به هیچاته نه خلاصوی خو د ښځې په سترګو کې اوښکې راغلې او ګنګوسی یې له ځان سره شروع کړ، زه له خپل مور او پلار سره داسې نه شم کولای، دروازه یې خلاصه کړه مور او پلار یې کور ته داخل شو خاوند هیڅ ونه ویل په دې دوران کې کلونه تیر شول ۴زامن او یوه نوې زیږیدلې ماشومه(لور) یې درلودل.

 پلار د نوې زیږیدلې ماشومې(لور) د زیږیدو په مناسبت ستره میلمستیا برابره کړه، ټول خپل خپلوان او دوستان ېې راوبلل.

 په همدې شپه ناوخته ښځې له خپل خاوند وپوښتل څه علت دی چې ددې ماشومې(لور) د زیږیدو په مناسبت دې دومره ستره میلمستیا برابره کړه او د نورو لپاره نه؟؟ خاوند په ساده ګۍ سره ځواب ورکړ یواځې هغه(لور) به وی چې ماته دروازه خلاصه کړی نه بل څوک.  لوڼې تل ځانګړې وی.‏‎

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .