لوی افغانستان تحريک دفتر حکيم نورزي ته د لوی افغانستان نقشه ډالۍ کړه 

۲۵ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۳:۵۹ ب.ظ -

د لوی افغانستان تحريک د افغانستان ولسي تحريک مشر حکيم نورزي ته د لوی افغانستان تحريک نقشه ډالۍ او د لوی افغانستان د جوړېدو په تړاو يې نظرونه  ورسره شريک کړل.

په پيل کې د افغانستان ولسي تحريک مشر حکيم نورزي د لوی افغانستان تحريک مشرتابه ته  ښه راغلاست وويل او د لوی افغانستان تحريک د فعاليتونو ستاينه يې وکړه.

د لوی افغانستان تحريک مشر جميل وقار په خبرو کې وويل: خوشاله یوو، چې نن د افغانستان ولسي تحريک له مشر سره د لوی افغانستان د مقدسې داعيې په تړاو  خپل نظرونه او وړانديزونه له يو بل سره شريکوو.

IMG-058fab339c974b0835dbf7dc75821404-V

وقار  په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ، موږ چې کله د لوی افغانستان خبره کوو، نو له امو تراباسینه ټوله خاوره تاريخي  لوی افغانستان دی،په همدې جغرافيه کې د پرتو قومونو او ټبرونو ګډه داعيه  ده، په لروبر کې هم د مورنۍ خاورې په څېر پښتون، تاجک، ازبک، قزلباش، هزاره ترکمن او نور اوسي او پنجاب د خپل اشغال لپاره زموږ محکوم وروڼه په شهادت رسوي، خو له نېکه مرغه په وروستيو کې په محکوم افغانستان کې د افغان ژغورنې منظم حرکت پنجاب او فوځ له وارخطايي سره مخامخ کړی دی.

 د  افغانستان ولسي تحريک مشر په خپلو خبرو کې د پښتون د بېدارۍ او منسجم  کېدو دريځ درلوداو استدلال يې کاوه چې  موږ  د پښتنو په مټ محکومه خاوره راخپلولی شو، خو د تحريک د مطبوعاتي چارو مسوول حبیب الرحمن تاثير په خبرو کې زیاته کړه، چې موږ باید يواځې د پښتون بیدارۍ او ژغورنې هڅې ونه کړو، ځکه چې له امو تر اباسینه ټوله جغرافيه کې پراته قومونه د لوی افغانستان رامنځ ته کېدو په برخه کې برابر مسوولیت لري، تقرېبا ۱۴۸ کاله وړاندې په پاړه چنار کې زموږ هزاره وروڼه مېشت شوي دي او پنجاب استبدادي رژيم يې  وژلو او منځه وړو په هڅه کې ده، موږ هغه وخت مطلوبې موخې ته رسېدی شو، چې ټول افغانان باید منسجم او منظم سياسي حرکت رامنځ ته او بیا خپلو موخو ته ورسېږي.

د تحريک مالي او انسجامي چارو مسوول قدرت الله نرميوال  د افغانستان ولسي تحريک مشر نه مننه وکړه، چې هر کال د سرطان پر پنځه ويشتمه د معاصر افغانستا ن د بنسټ ايښودو ورځ لمانځئ او په دې ورځ تاسو په ډېری ولايتونو  کې غونډې کوئ، نو له همدې امله موږ تاسو وړ وبللئ، تر څو د لوی افغانستان نقشه درته ډالۍاو  د لوی افغانستان تحريک موخې له تاسو سره شريکې کړو.

په پای کې د لوی افغانستان تحريک مشر او غړو د افغانستان ولسي تحريک مشر حکيم نورزي ته د لوی افغانستان  نقشه وسپارله او سپارښتنه يې وکړه، چې د لوی افغانستان نقشه په خپل دفتر کې وځړوي.

لوی افغانستان تحريک له نوموتو څېرو سره تر ليدنې او کتنې وروسته د لوی افغانستان نقشه ورکوي، تر څو له همدې لارې وتوانېږي، چې د معاصر افغانستان نقشه په ټولو دولتي او خصوصي دفاترو کې دود شي.

کابل/ دهبوري

لوی افغانستان تحريک دفتر

(1)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .