لږ خوب دماغ د شرابو په څېر زيانمنوي

۱۹ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۳:۱۰ ب.ظ -

لږ خوب دماغ د شرابو په څېر زيانمنوي

لیکوال:تميم ځاځی

تازه څېړنې ښيي، چې له کافي اندازې لږ خوب کول د انسان دماغو ته دومره زيان اړوي لکه شراب يې چې اړوي. دا خبره کانډا کې له شوې يوې طبي څېړنې وروسته معلومه شوې ده.

هسې خو لږ خوب د چاغښت، پشار، د زړه د حملې او ګوزڼ په څېر ناروغيو سبب هم ګرځي، خو اوس څرګنده شوې ده، چې کم خوب کول دماغو ته هم ډېر زيان اړوي.

د «Medisys» په نوم روغتيايي کمپنۍ په کړې يوه څېړنه کې څرګنده شوې ده، چې د خوب کمښت له هغه ډېر دماغو ته تاوان پېښوي، چې تمه يې کېږي.

څېړنه کې ويل شوي، چې په شپه او ورځ کې ۱۸ يا له دې ډېر ساعتونه ويښ پاتې کېدل پر دماغو داسې اغېز غورځوي، لکه د شرابو نشه کې چې د انسان د ډوبېدو له کبله رامنځته کېږي.

څېړنې څرګنده کړې ده، چې کله کله انسان د شپږو ساعتونو يا له دې هم کم خوب له کبله کوم ښکاره اغېز نه ګوري، خو دا يې د بربادۍ لامل ګرځي.

څېړونکي وايي، چې د ډېر ويښ پاتې کېدو له کبله دماغ نا ارام وي او پر يو شي د تمرکز صلاحيت له لاسه ورکوي. د څېړنې پايلې په (ډيجيټل ژورنال) کې خپرې شوې دي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .