لښکرګاه کې د جنوب غرب زون په کچه د فوټبال سيالۍ پېل شوې

۲۰ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۷:۱۴ ق.ظ -

د هلمند ولايت لښکرګاه ښار اړوند کرزي لوبغالي کې د جنوب زون په کچه د فوټبال ټورنمينټ پېل شو، چې پکې د هلمند، کندهار، نيمرزو او ارزګان ولايتونو لوبغاړي لوبېږي.

ددې سياليو پرانېستې مراسمو کې هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان، امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرزاق يعقوبي، د افغانستان فوټبال فدراسيون استازو، د کور او ښار جوړونې ريس عصمت الله صمدي، د ولايتي شورا مخکني غړي بشير احمد شاکر، د فوټبال لوبغاړو او مينه والو ګډون درلود.

هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان په خپلو خبرو کې خوښي وښوده، چې د جنوب غرب زون په کچه د دغه مهم ټورنمينټ کوربه توب هلمند ولايت کوي او د لوبو پر ملاتړ سربېره يې ورزش د ټولنې د ښېګڼې، سولې او يووالي سمبول ياد کړ.

36882349_197018854343565_4775953953265287168_n

هغه د افغانستان فوټبال فدراسيون له غړو او همدارنګه د بېلابېلو ولايتونو له راغلو لوبغاړو مننه وکړه، چې دغې ولايت ته يې ددې اړينو سياليو ترسراوي لپاره د راتګ زړه ښه کړ.

د ويلو ده، چې دغه ټورنميټ له نن (سه شنبې) پېل د راتلوونکې جمعې تر ورځې پورې دوام لري، چې لومړنۍ لوبه د نيمروز او ارزګان ولايتونو ترمنځ ترسره شوه او نيمروز د پنځه ګولونو په وهلو سره ننۍ بريا خپله کړه.

ټاکل شوې سبا چهارشنبه مازديګر پنځه بجې د هلمند او کندهار ولايتونو ترمنځ لوبه ترسره شي. د ويلو ده، چې د فوټ بال فدراسيون د معلوماتو له مخې ددې ټورنمينټ اتله لوبډله به په ملي کچه د نورو لوبو په ګټولو سره د اسيايي لوبو لپاره چانس ومومي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .