په هلمند ولايت کې د عامه کمپاينونو ترڅنګ د فوکس کمپاين په نوم د پوليو ناروغۍ له منځه وړلو لپاره د واکسين بهير د هلمند والي حيات الله حيات له لوري ماشوم ته د دوه څاڅکو په ورکولو سره پېل شو.
فوکس کمپاين په هغو سيمو کې په دې موخه ترسره کېږي، چې د پوليو ناروغۍ ګواښ پکې لېدل کېږي.
د واکسين دا کمپاين د هلمند له باغران، ديشو، واشېر او ګرمسېر پرته، په ۹ ولسواليو کې ترسره کېږي، چې له مخې به يې شاوخوا، شپږلکه شپيته زره ماشومان د پوليو ضد واکسين شي.
هلمند والي حيات الله حيات په خپلو خبرو کې له ټولو کورنيو، ديني عالمانو، قومي مخورو، مدني فعالانو، ځوانانو او ښځو څخه غوښتنه وکړه، چې ددې کمپاين په ترسره کېدو کې د واکسين له رضاکارانو سره لازمه همکاري وکړي، ترڅو ماشومان، چې د هيواد راتلونکی جوړوي، له دې نا اعلاجه ناروغۍ څخه وژغورل شي او په هم په روغه سټه ټولنې ته وړاندې شي.
(0)