ماتې منونکي نه؛ بلکې سرلوړي اوسئ!

۲۰ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۲:۱۲ ب.ظ -

۱۲

ژباړه : ذبیح الله رحیمزی

د مدریت اته پنځوسم قانون:

سړی که غواړي کوهى وکيندي، د کوچنيو تيږو له پورته کولو پيل کوي.

ويليام فاکند

دا ډېر اسانه کار دی، چې د ژوند پر مسایلو کې سر ښکته کړئ، ځکه له درنښت پرته ستونزمنه ده، خوښ اوسو او په شونډو مو موسکا وي او سر مو هم ښکته کړی نه وي.

ایا ستاسې اکاونټ کې پیسې ډېرې دي که نشته او یا هم کمې دي پکې؟ که چېرې خالي وي مسافرۍ ته اړتیا لرئ، باید په خپل پلان کې بدلون راولئ او تاسې یوې نوې هڅې ته اړتیا لرئ.

یو نوی کسب، یوه نوې اداره، یوه نوې ډله یا ټیم، یا د کار نوې بڼه، مدیر پاتې کېدل، یو بې اجره او بې مزده کار دی. د کار کوونکو سترګې تاته دي او ته په منځ کې قرار لرې. تاسې یو ستونزمن کار په مخکې لرئ. هر څه له هر اړخه تاته متوجې دي.

سرلوړي يانې په دې تاکید کول او د دې تکرار که چېرې له کومو ستونزو سره مخ کېږئ، خپله یې له منځه یوسئ. نو له فزیکې اړخه د روحي او عاطفي تمرین وکړئ او خپل سر لوړ وساتئ. کله چې تاسې په ښيښه کې ګورئ سره مو پورته کړئ او ووایاست:«په رښتينې توګه زه د بدبختۍ احساس کوم.» نو وبه خاندئ. د تصویر ازمایښت وکړئ. سر مو ښکته کړئ او وایاست:«زه په رښتيا سره خوشاله يم.» ممکن د دويم ځل لپاره درته دا جمله غیر ممکن ښکاره شي او وبه خاندئ. مګر تاسې په غور سره په ښيښه کې وګورئ. شاید د تل لپاره همداسې ښکاره شئ، په هر حالت کې خندېدونکي ښکارئ.

له فزيکي اړخه مو احساس او ذهن دېته اماده کړئ، چې سر مو لوړ وساتئ.

کله چې کومې خونې ته ننوزئ، سر مو باید پورته وي، کله چې په جلسه کې یاست سر مو لوړ وي. کله چې لیکنې وړاندې کوئ، کله چې له خلکو سره چلند کوئ، کله چې له کارکوونکو سره خبرې کوئ، کله چې له اخیستونکي سره خبرې اترې کوئ، سر مو باید پورته وي. د یوې اوږدې او د بوختیا ډکې ورځې د تېرېدو وروسته کله چې د خوب تخت ته ځان رسوئ، هغه وخت کولی شئ، سر مو ځوړ کړئ. البته په دې شرط خوب ته پناه یوسئ، چې پوه شئ یوه بریالۍ او له ویاړه ‌ډکه ورځ مې شاته پرېښې . افرین پر تاسو!!

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .