ماريې بيا انکار وکړ

۱۲ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۲:۰۷ ق.ظ -

2

د واده د ډول ډول وړاندیزونو په اړه به مو لوستي وي، څوک يې چا ته په هوټل کې کوي، څوک يې چا ته په هوايي ډګر کې، چا بيا خپلې مينې ته د ای‌فونونو زړه جوړ کړی وي، خو راځئ نن د داسې يوه ځوان په اړه ولولئ چې د زرګونو خلکو په منځ کې يې وړانديز وکړ، اما بخت يې کار و نه کړ.

ده د روسيې په مشهورې ټېنس بازې ماريې زړه بايللی و.

ماریه چې وړمه ورځ یې رسمي لوبه کوله، یوه مین یې پرې د لوبې په منځ کې په لوړ غږ د واده ناره وکړه، “ماریې له ماسره واده کوې”؟

ماریې په داسې حال کې چې توپ یې شوټ کاوه، یوازې مخ ور واړوه او په خورا نازه یې د یوې ګوتې په خوځولو سره د رد ځواب ورکړ.

دې وضعیت او غږ په میدان کې د مېشتو ټولو ګډونوالو خندا را وپاروله او ځوان مجبوره شو چې مات زړه له لوبغالي ووځي.

دا لومړی ځل نه دی چې ماریې ته د لوبې په حال کې د واده وړاندیز کېږي.

په ۲۰۱۲ مېلادي کال کې هم همداسې یوه ځوان د واده غوښتنه ورڅخه وکړه، مګر هغه مهال هم هغې دا غوښتنه رد کړه.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .