ماشومان د کتاب لوستو په سیالۍ کې برخې اخیستو ته وهڅوئ

۱۶ جدی , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۲:۳۰ ب.ظ -

ژباړه:حمید الله حمیدی

د کتاب لوستلو سیالۍ تر ډېره په ښوونځیو کې ترسره کېږی؛ خپل ماشومان مو وهڅوئ چې په دې ډول سیالیو کې برخه واخلی. که مو یوځل ماشوم د کتاب لوستلو په سیالۍ کې د بریالیتوب خوند ولید، بیا به هېڅکله هم په دې ډول سیالیو کې د ګډون چانس له لاسه ورنه کړی او که پکې بریالی نه شو هم، تاسو باید خپل ماشوم وهڅوئ، څو د دویم ځل لپاره پکې برخه واخلی. کله کله تاسو خپله هم ورته وړې ډالۍ واخلئ، څو نور هم د کتاب لوستلو ته وهڅېږی.

ماشومان مو لیک لیکلو ته تشویق کړئ

 د ماشوم په خټه کې د فکر کولو او کیسې ویلو غوټۍ موجودې وی، تاسو هڅه وکړئ چې هغه وغوړوئ. ماشومان مو وهڅوئ چې کیسه جوړه کړی، هغوی کولای شی په خپله کتابچه کې کیسه ولیکی او انځورونه ورته وباسی. کتابچه یې د یوه ارزښتناک یادګار په توګه ورته وساتئ او دوی ته دا وښایاست چې لیکل شوی شیان یې تاسو ته ډېر ارزښت لری. د کیسو جوړولو ته د ماشومانو هڅول د هغوی تخیلی قدرت قوی کوی او له دې سره په څنګ کې ماشوم خپل احساسات هم څرګندولی شی. که ماشوم خپل احساسات په خپل ذهن کې وساتی او د څرګندولو موقع ورته برابره نه شی، د راتلونکې په اړه ناهیلی کېږی او فکری ځواک یې وده نه کوی.

ماشومان د کتاب لوستو په سیالۍ کې برخې اخیستو ته وهڅوئ

28 ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed