ماشومان ولې درواغ وایي؟

۱۴ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۵۱ ق.ظ -

10

ژباړه: عطا محمد میاخېل

تر اوسه مې نه دي اورېدلي، چې هېڅ مور او پلار دې ووایي، چې ماشوم مې درواغ نه وایي. په حقیقت کې درواغ ویل، هغه مهارت دی، چې ټول ماشومان یې زده کوي او د هغوی د درواغ ویلو له پاره دلیل هم شتون لري. ماشومان څه وخت درواغ وایي؟

له درې کالو څخه په کم عمر کې درواغ ویل، د ماشومانو له پاره کومه مانا نه لري، هرڅه یې چې ذهن ته راځي او په هرڅه چې نه پوهېږي، نو په خوله یې راوړي. د درې او څلورو کالو ترمنځ دا زده کوي، چې لویان هغه څه نه شي درک کولای، کوم چې دوی یې په اړه فکر کوي او نه شي کولای، چې د رښتیا او درواغو ترمنځ توپیر وکړي. دا په دې مانا ده، چې تخیلات ورته واقعیت لري، ناشونې کیسې کوي او ترې ستاینه کوي.

کله چې له ستونزو سره مخامخ کېږي، پرته له دې چې چاته د زیان رسولو هوډ ولري، نور رټي او هغوی ګرم ګڼي. ( زوی مې خپله پیشو د هغه کار له پاره رټي، کوم چې ترسره کړی یې و. د دوی ترمنځ د دوستۍ او کرکې یوه اړیکه شتون لري ). په دې پړاو کې اوږدې کیسې کوي او په اړه یې اغراق کوي او دا کیسې هغه څه دي، چې د ماشومانو خوښېږي، واقعیت ولري. والدین د نظر له څرګندولو څخه پرته، کولای شي دې کیسو ته غوږ ونیسي او کیسه د واقعیت پر بنسټ تعدیل کړي. د بېلګې په توګه: که چېرې ستاسو ماشوم وایي، چې کولای شي، په کوټه کې والوزي، نو کولای شئ، چې هغه ته داسې ووایئ:

غوښتل دې چې په کوټه والوزې، سمه نه ده؟ که چېرې کولای دې شوای چې والوزې، نو څه به دې کړي وو؟

که چېرې ستاسو ماشوم په دې دلیل درواغ وایي، چې غواړي له ستونزې سره مخامخ نه شي او یا د هغې خبرې په ویلو سره، چې درواغ ده، غواړي تاسو خوشاله کړي، هېڅکله غبرګون مه ښکاره کوئ، چې پوه شي ناسم کار یې ترسره کړی دی، په ډېرې آرامۍ او آسانۍ ورته ووایئ، چې موږ باید تل واقعیتونه ووایو او که چېرې واقعیت ووایو، نو هېڅکله به له ستونزو سره لاس و ګرېوان نه شو او د واقعیت په ویلو سره یې والدین خوشالېږي او هغوی ته ورزده کړئ، چې د ځوانۍ پرمهال رښتیا ووایي او که چېرې درواغ ووایي، نو خلک به پرې اعتماد ونه کړي.

د هغه عمر په پیل کې، چې ښوونځي ته ځي، تر هر څه زیات د ماشومانو خوښېږي، چې خپل والدین خوشاله وساتي او دا د دې سبب ګرځي، چې فکر وکړي، که حقیقت ووایي، نو خپل والدین خواشیني کوي. د اته کلنۍ په پیل کې د واقعیت او تخیل ترمنځ په توپیر باندې پوهېږي او تر لس کلنۍ پورې، کولای شي، د ښو او بدو ترمنځ خپل د توپیر ځواک لاپسې پیاوړی کړي. ماشومان په اته کلنۍ کې په دې باندې پوهېږي، چې درواغ ویل یو ناسم کار دی او والدین خپل ماشومان باید داسې وروزي، چې درواغ ونه وایي.

ډېر دلیلونه شتون لري، چې ماشومان په دې عمر کې درواغ وایي:

۱ ـــ کله چې پوهېږي، ناسم کار یې ترسره کړی دی، د دې له پاره، چې سزا ونه ویني درواغ وایي.

۲ ـــ د هغه څه له پاره درواغ وایي، کوم چې غواړي ترلاسه یې کړي.

۳ ـــ هغه ماشومان چې خپلې کورنۍ او دوستانو ته وفادار او ژمن دي، د دې له پاره، چې له نورو څخه دفاع وکړي او یا هغوی له ستونزو سره مخامخ نه کړي، درواغ وایي.

۴ ـــ نور تر اغېزې لاندې راوستلو سره، ژوند او تجربې یې، له ډېر هیجان سره مخامخ کېږي.

۵ ـــ د دې له پاره، چې په خپل نفس باندې اعتماد یې زیات شي، غواړي له هغه څه څخه ځان ښه او غوره ښکاره کړي، کوم چې دی.

۶ ـــ له والدینو څخه د درواغو اورېدل، حتا مصلحتي درواغ هم کولای شي، په هغوی باندې اغېزه وکړي.

ماشومان د خپلو والدینو چلند زده کوي او له هغوی څخه تقلید کوي. د فکر دا بڼه: هغه څه چې وایم ترسره یې کړه، نه هغه څه چې ترسره کووم یې. هېره کړئ، ځکه ماشومان په دې لاره چاره باندې ژر نه پوهېږي او ستاسو د وینا پر بنسټ چلند نه کوي.

څنګه پوهېږئ، چې ماشوم مو درواغ وایي؟

دا هغه پوښتنه نه ده، چې وکولای شئ، په ډېرې آسانۍ یې ځواب کړئ، د دې له پاره، چې ماشومان له یو بل سره توپیر لري. څو لارښوونې شتون لري:

۱ ـــ څېرو ته یې وګورئ، کله چې رښتیا وایي، نو آرامتیا او هوساینه لري، په داسې حال کې، چې ډېری ماشومان درواغ وایي غوسه او خپه وي.

۲ ـــ د خبرو ساده اوسېدل: تمرین شوي درواغ، په ښه نظم او ترتیب سره ویل کېږي.

۳ ـــ منطقي اوسېدل: دروغ د لا ډېرو درواغو ملاتړ ته اړتیا لري، نو له دې امله یو بل سره تناقض او اختلاف پیدا کوي او بې مفهومه وي.

څه وخت باید اندېښن واوسئ؟

درواغ ویل، تل د بنسټیزې ستونزې نښه وي، که چېرې ماشوم داسې احساس وکړي، چې نه شي کولای، په خپلو ناهیلیو او ماتو باندې بریالی شي، نو د دې وضعیت د پټولو له پاره درواغ وایي. ښایي اړتیا ولري، د نورو د پام را اړولو او د ځان په اړه د ښه احساس د لرلو له پاره درواغجنې کیسې وکړي. تاسو د هغه د والدینو په توګه، باید د هغه رښتیا او درواغ معلوم کړئ، چې څومره درواغ وایي، تر ډېره درواغ ویلو د اندېښمن اوسېدلو له امه وي.

د شرایطو په بررسۍ سره، څنګه درواغ ویل دروئ؟

۱ ـــ تر ټولو مهم څیز دا دی، چې هېڅکله خپل ماشوم ته درواغجن مه وایئ، هغه څه چې تاسو یې هغه ته نسبت ورکوئ، نو عمل به پرې وکړي. تر ډېره، د دې پرځای، چې له خپل ماشوم څخه د کیسې د متن په اړه پوښتنې وکړئ، نو له هغه څخه وغواړئ، چې خپله کیسه له سره پیل کړي او کله چې کیسه ښکلې نه ښکارېدله، نو وې دروئ، خپل ماشوم ته فرصت ورکړئ، چې خپل شرایط سم کړي او د نه منلو وړ درواغ وینه بررسي کړئ.

۲ ـــ درواغ وینه نا لیدلې مه نیسئ.

۳ ـــ رښتینی چلند ولرئ، ماشومان ستاسو له هغو درواغو څخه هم تقلید کوي، کوم چې د مصلحت له مخې یې وایئ.

۴ ـــ په یاد ولرئ، لوړې کیسې، په درواغ وینه کې مه شمېرئ. له شپږو څخه کم عمره ماشومان، خپل خیالات او تصورات بیانوي او هیچا ته زیان نه رسوي. له خپلو ماشومانو سره د په زړه پورې کیسو په اړه خبرې وکړئ، هغوی کولای شي، د واقعیتونو او خیالونو ترمنځ توپیر وکړي. کله چې ناسم کار کوي او تاسو ترې خبر یاست، نو له خپل ماشوم څخه پوښتنې مه کوئ، ځکه هغه په داسې وضعیت کې مېشتوئ، چې درواغ وایي.

۵ ـــ کله چې خپلو ماشومانو ته مو ویلي، چې د رښتیا په ویلو سره به، له ستونزو سره   مخامخ نه شي، نو نه شئ کولای، چې هغوی ته سزا ورکړئ.

۶ ـــ په ډېرې آرامۍ له خپلو ماشومانو څخه پوښتنې وکړئ، هرڅومره چې زیات هغوی وهڅوئ، نو له ځان څخه د دفاع په خاطر به  لا ډېر درواغ ووایي. هغوی ته ډاډ ورکړئ، چې سخت چلند به ورسره نه کېږي.

۷ ـــ کله چې ماشوم مو د ځوانۍ عمر ته ورسېده، نو ور زده کړئ، چې درواغ نه یوازې د دوستۍ، بلکې ټولو اړیکو ته زیان رسوي. خلک په هغوی باندې اعتماد نه کوي. (درواغجن شپون) د ویلو له پاره، تر ټولو غوره کیسه.

۸ ـــ هغه مسئله چې ماشوم مو په اړه یې درواغ وایي، کولای شي، د هغه د دا ډول احساس د پېژندلو له پاره، تر ټولو غوره سرچینه وي.

۹ ـــ د هغو درواغو په اړه، چې وایي یې، جلا سزا ولرئ او د درواغ ویلو او بد چلند پایلې مخکې تر مخکې ورته روښانه کړئ.

۱۰ ـــ په یاد ولرئ، چې درواغ له خپلو ماشومانو څخه جلا په پام کې ونیسئ، هغوی ته یوازې د خپل چلند په خاطر سزا ورکول کېږي.

۱۱ ـــ رښتینولي یې وستایئ.

۱۲ ـــ دا ستاسو دنده ده، چې له خپلو ماشومانو سره مرسته وکړئ، ترڅو ورو ورو درواغ ویل پرېږدي.

۱۳ ـــ داسې یو چاپېریال را منځته کړئ، ترڅو ماشوم مو په ډېرې هوساینې خپل ټول احساسات بیان کړي، هغه وستایئ او په خپل نفس باندې د اعتماد کچه یې لوړه کړئ

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .