متحده‌عربي امارات د افغانستان د امنیت لپاره مرستو کولو ته زړه ښه کړی

۲۲ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۶:۳۱ ب.ظ -

له ناټو سره د متحده عربي اماراتو مرسته به د افغانستان پر امنیتي وضیعت مثبته اغیزه وکړي . کارپوهان وايي که متحده عربي امارات دغه مرستې په مستقیم ډول له افغان حکومت سره وکړي تاثیرات به یې زیات وي . خو دولسي جرګې غړي بیا په دې باور دي چې دغه مرستې به د افغانستان په روان وضیعت هیڅ ډول اغیز و نه لري . تازه متحده عربي اماراتو اعلان کړی چې د افغانستان د امنیت لپاره له ناټو سره مرسته کوي .  
متحده عربي اماراتو تازه اعلان کړی چې د افغانستان د امنیت لپاره له ناټو سره مرستې  کوي خو لا د دغو مرستو څرنګوالی نه دی په ډاګه.
افغانستان کې ځینې د نظر خاوندان د اماراتو د مرستې اعلان اغیزمن او ځينې یې بیا بې تاثیره ګڼي . متحده عربي امارات چې یو پیاوړی اقتصادي هېواد دی مرستې به یې په زیاتو برخو کې اغیزمنې تمامې شي. خو ځينې نور بیا په دې باور دي، چې د ناټو په چوکاټ کې دا مرستې د افغانستان له امنیت سره هیڅ ډول همکاري نه شي کولی. دوي وايي که امارات غواړي  په افغانستان کې یې مرستې ځای ونیسي نو په مستقیم ډول دې له افغان حکومت سره مرستې وکړي او افغان حکومت دې هڅه وکړي چې پر ځان د اماراتو باور پیدا کړي . تازه ناټو اعلان کړی چې د افغانستان اوسني امنیتي حالت په کتو سرتېري افغانستان ته رالیږي چې شمېر به يې څوارلس زرو ته پورته شي خو دغه مسله یو لړ غبرګونونه له ځان سره لري . NATO-FORCED

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .