مجروح فکري بهیر پرله پسې لسمه ناسته

۲۳ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۲:۴۳ ب.ظ -

ګزارش: قیام خیام نیټه:

26733376_896579733858314_6540432113496915521_n

د مجروح فکري بهیر پرله پسې لسمه ناسته په ټاکلي دوه نیمو بجو د کونړ ولایت ځوانانو مدني ټولنې په دفتر کې پیل شوه . د دلبار باجوړي په نشتوالي محمد لایق سمون د دریځ مایک خوله ته سم کړ ،او په لومړي وار یې د انانسر په توګه د دریځ په څنډو منګولې خښې کړې چې له اوږدې ساه وروسته یې د کاغذ پرمخ له لیکلي مقدماتي جملو څخه په منډه تیر شو. او په بې واکه ډول یې وویل چې قاري رحمان الله به د کلام الله مجید تلاوت وکړي . قاري رحمان الله د بهیر دروازه د قران عظیم الشان په څو مبارکو ایاتونو سره پرانسته چې ورپسې سمون بیا د دریځ ترڅنګ له نرمې چوکۍ راولاړ شو او د تیرې نهمې غونډې ګزارش چې مطیع الله شهاب لیکلی وو د نه شتون په صورت کې یې د اوریدو لپاره صبغت حمید دریځ ته راوغوښت، صبغت حمید د مطیع الله شهاب لیکلی ګزارش د مبایل له سکرینه په پڅه ژبه پیل کړه چې په تکراري ډول یې بیا هم د ح ،خ،ه استعمال پوره قالب ته نه کړه او په تیندکونو د ګزارش د لومې خلاص شو. سمون په ناسته د ملا څخه د ناراستۍ ویستو په حالات په بنږیدلي غږ وویل: که څوک پرې څه لري. قیام خیام لومړی ګډنوال وو چې د انتقاد په ماشه یې ګوته ټینګه کړه او وی ویل: شهاب په ګزارش کې د الفاظو استعمال ناسم کړی هغه دا چې ده ویلي : (شهاب د غروال په لیکچر رڼا واچوله) ځکه په هغه ناسته کې شهاب یو مثال ورکړی وو نه لیکچر په اصل کې رڼا اچولو کلیمه باید د غروال له نوم سره راغلی وای او بله دا چې د ګزارش جملې سره بې ربطه وی او د دې ترڅنګ خیام یاده کړه چې د تیرې غونډې په ګزارش ما ډیرې خبرې کړی وی خو شهاب د قلم نوکه په دې وخت کې ولې پڅه شوې؟ شهاب دې په راتلونکي کې دغه ډول نیمګړتیاوی په نظر کې وساتي. په ګزارش د خیام له نیوکو وروسته شعیب غروال هم خپل لاسونه له څادره راوویستل او په ارامه لحجه یې وویل :د شهاب په نشتوالي کې په ګزارش ډیر نه شو غږیدای خو غلام الله هلال دې یادښتونه له ځان سره واخلي او بیا دې له شهاب سره شریک کړي غروال د خیام د خبرو په تاید وویل چې شهاب دې د جملو په تړلو کې خواري وکړي او نورو ستونزو ترڅنګ دې د هنریت په ګاڼه سمبال کړي،که شهاب ګزارش څو ځل ولیکي ښه به شي دا د دې لومړی وار دی چې ګزارش لیکي ،شهاب دې خپلې هڅې جاري وساتي . په ګزارش د شعیب غروال له خبرو وروسته د ګډنوالو له لورې د تاید سرونه وخوځیدل چې له منځه یې صبغت حمید او نصیر هیله مند د خیام او غروال د خبرو سره خپل غږونه بدرګه کړه چې په وروستیو کې لایق سمون هم د انتقاد زړو کالتوسو ته پوکی ورکړ او وی ویل چې د شهاب ګزارش مې په لیکلي ډول لوستی چې لیک نښې پکې نه دې مراعات شوي نو شهاب دې په دې برخه کې هم ډیر پام وساتي. د شهاب په ګزارش د انتقاد تودې مرمۍ د غروال په همدې خبره سړې شوې: چې لایقه بس دی مهذب راوغواړه لایق سمون د تیر په پرتله دا وار لږ په ډاډ راوچت شو او د څو تشریفاتي کلماتو په اورولو یې په چاپیریال ساتنه کې د هوا ککړتیا د موضوع لپاره انجنیر تهذیب الله مهذب ته دریځ پریښود. مهذب دریځ ته د رسیدو سره سم د کرتۍ توکمې وروستې او له بسم الله وروسته یې په چاپیریال ساتنه کې د ککړتیا په ډولونو د لیکچر پرده اوچته کړه مهذب د خاورې،اوبو، غږیزو او له داسې ډیرو نورو ککړتیاوو ترڅنګ د هوا ککړتیا یوه مهمه موضوع وبلله چې باید هر وګړې یې له زیانونو خبر اووسي ،ځکه چې یو انسان پرته له غذا او اوبو څخه تر څو ورځو ژوندی پاتې کیدای شي خو د څو دقیقو د هوا له نشتوالي له امله ښایی انسان ووژل شي. مهذب هوا یو بې رنګه او بې بویه ګاز یاد کړ چې د ځینو عناصرو لکه نایتروجن ،اکسیجن،کاربنداکساید، هایدروجن ،کاربن مونو کساید او له داسې نورو څخه د مخلوط په ډول ترکیب شوی وښود محترم مهذب په پرله پسې توګه د ککړتیا او د هوا ککړتیا په تعریفونو، د هوا په اهمیت، د هوا د ککړتیا په سرچینو، د هوا د ککړتیا په طبعي منابعو، د هوا د ککړتیا په مثنوعي منابعو،د هوا په ککړونکو موادو، د ککړې هوا د ځینو پیښو ترڅنګ د انسان په روغتیا کې د هوا د ککړتیا په اغیزو بحث مهم وباله او یاده یې کړه چې ککړه هوا د انسان پټ او نالیدلی دښمن دی چې ساه بندي،قلبي،د ستونې التحاب،د سترګو د نظر کموالی او د تنفسي ناروغیو ترڅنګ نورې ډیرې ناروغتیاوی دي چې انسان ته یې د مرګ ستر ګواښ متوجی دی چې د سر شمیرنو له مخې د نورو هیوادنو پرته په افغانستان کې د جګړو په پرتله ډیر انسانان د ککړې هوا له امله وژل شوي ، او لا هم دا لړۍ دوام لري. مهذب د لیکچر په منځ کې ( کینیا) ته ورسید او د همدې هیواد پلازمینه( نیروبي) یې د چاپیریال ساتنې او هوا پیژندني نړیوال سازمان مقر یاد کړ چې په ۱۹۷۲ کال کې تاسیس شوی چې اوس مهال د نړۍ په لویو ښارونو کې د ککړونکو موادو او د ککړې هوا د مخنیوي په اړه خپل فعالیتونه ترسره کوي چې په ۱۳۸۵ کال یې افغانستان رسمي غړیتوب خپل کړ او په همدې کال ګران هیواد افغانستان د چاپیریال ساتنې تر نامې لاندې یوه ملي اداره جوړه او په ۷۸ مادو او نهه فصلونو کې یې قانون تصویب شو چې په ټولو ولایتو کې یې یوه، یوه څانګه د چاپیریال ساتنې د ریاست په نامه فعاله ده. انجنیر مهذب له اوږده بحث وروسته د لیکچر خور کړی څادر، د پاکې او خوندي هوا د درلودلو په لارو چارو راټول کړه. او د صنعتي پابریکو او د وسایطو د کنټرول تر څنګ یې د سرکونو او کوڅو پخول،په سرکونو او پارکونو کې د ونو کینول، د عامه تشنابونو جوړول او د فضوله موادو راټولول او په فني ډول یې ځای پر ځای کول د نالیدلي دښمن (ککړې هوا) په وړاندې او د پاکې هوا او ښکلي چاپیریال په درلودو کې مهم ټکي وبلل،او له همدې سره یې په تبسمي شونډو د مننې کلماتو په اورولو دریځ پریښود . د بهیر ګډنوالو له لورې د مشورې وروسته د بلې یوولسمې ناستې د لیکچر لپاره نصیر رښتین وټاکل شو چې د سکالرشیپونو په اړه به پریزینټیشن وړاندې کړي

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .