مجروح فکري بهیر پرله پسې پنځمه ناسته وکړه

۲۰ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۲:۲۹ ب.ظ -

محمد لایق سمون نیټه: ۱۳۹۶/۸/۱۹

23380351_860099454173009_8633649099276821610_n

مجروح فکري بهیر خپله پرله پسې پنځمه ناسته ( د ښې ویناوالۍ لارې چارې) د لیکچر تر نامه لاندې ځانګړې کړې وه چې د یادې موضوع د لیکچر لپاره د ننګرهار پوهنتون د ژونالیزم پوهنځي استاد پوهنیار خوشحال (جبارخیل) رابلل شوی وو.

د غونډې د دریځ چارې محمد ادریس غروال پر مخ وړلې چې له ننګرهار څخه راغلو میلمنو او د غونډې ناستو ټولو برخه والو ته یې له ښه راغلاست وروسته د کلام الله مجید د څو مبارکو ایاتونو د تلاوت لپاره مولوي عبدالرحمان ته بلنه ورکړه او ورپسې یې د تیرې غونډې د ګزارش اوریدو پار قیام (خیام) راوغوښت ،خیام چې د تیرې غونډې ګزارش ډیر ښه او پوره لیکلی وو واوره وو .

د دریځ سمبالونکي ادریس غروال د قیام خیام څخه د څو ټکې مننې وروسته ( د ښې ویناوالۍ لارې چارې) د لیچکر د وړاندې کیدو لپاره د ننګرهار پوهنتون استاد محترم خوشحال جبارخیل ته د دريځ میګرافون پریښود.

ښاغلي جبارخیل صیب په یادې موضوع د لیکچر پیل د مجروح فکري بهیر له مشرتابه د مننې په الفاظو وکړ او بیا یې لیکچر ته د ننوتو دروازه د ښې ویناوالۍ په عمومي بحث خلاصه کړه او د وینا له تعریف څخه تر یادې موضوع په ټولو برخو یې د خپل علم په اندازه ګډنوالو ته د ویناوالۍ د علم عطر وپاشل.

د دې ترڅنګ محترم جبارخیل صیب د ویناوالۍ په اړه د پوهانو نظریات او اندونه هم وړاندې کړه او ګډنوالو ته یې د ویناکوونکي ځانګړنو ترڅنګ د وینا په تاریخ هم وغږید او په تسلسل سره یې د وینا په ډولونو د وینا په شرطونو د ویناوال او ویاند په توپیر د ښې وینا ځانګړنې با باوره وینا د عامې وینا لارښونې د ویناوال اصول او ادب

د خوږو خبرو اهمیت او د کم جرئتۍ سره د مقابلې په اړه د ویناوال په مبارزې اوږود بحث وکړ او د موضوع هره برخه یې په جلا، جلا په پوره ډول د مثالونو سره وړاندې کړه او یاده یې کړه که غواړۍ یو ښه ویناوال جوړ شئ نو پورته لارې چارې په کار واچوئ .

محترم جبارخیل صیب د لیکچر لمن د هیواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره د ځوانانو د یووالي په پیغام راټوله کړه چې د بهیر ګډنوالو له په تودو چکچکو بدرګه شوو ،په پای کې د راتلونکې غونډې لپاره( سړه جګړه ) موضوع وټاکل شوه چې د پوهنتون استاد سیدهارون هاشمي به یې وړاندې کړي

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .