محبوب وپېژنئ! لیک: عزیزه کلیوال

۲۳ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۵:۵۳ ب.ظ -
لیکوال، شاعر او ژونالېسټ استاد پوهنیار محبوب شاه محبوب د ځوانو وتلو شاعرانو او لیکوالانو له ډلې دی، چې پښتو ادب او ژبپوهنې ته یې نه هېرودونکي خدمتونه ترسره کړي او لا هم پر همدې لار مزل کوي او خپل فعالیتونه او هلې ځلې یې گړندۍ ساتلې دي. همداشان نوموړی د کابل پوهنتون ځوان استاد، چې تر دې دمه یې ډېر محصلین روزلي او د خپلو زحمتونو او ښې وړتیا له مخې د ډېرو مینه والو په زړونو کې ځای لري. محبوب شاه محبوب د شعرونو ترڅنگ یو پیاوړی نثر لیکونکی او ژبپوه هم دی، ډېرې لنډې کيسې ،ادبې ټوټې او د ژبپوهنې په برخه کې یې څېړنیزې مقالې لیکلي دي، همداشان په دواړو برخو کې چابي اثار لري. ـ زوکړه: محبوب شاه محبوب د هېواد د یوه رښتیني خدمتگار ارواښاد ډگروال حاجي اقبال شاه زوی دی چې شا او خوا شپږ ویشت پسرلي وړاندې یې د ننگرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ د لوړتۍ په سیمه کې دې نړۍ ته سترگې غړولي دي. دا خو یوه عامه خبره ده چې هر افغان د مهاجرت د ژوند مزه څکلې ده او ډېر کم داسې افغانان به وي چې د مهاجرت سخت او تریخ ژوند به یې نه وي تېر کړی او له هېواده دې کډوال شوی نه وی؛ نو ځکه استاد محبوب شاه به هم لا د یوه کال نه و چې کورنۍ یې پېښور ته کډه شوه او ډېره موده یې د مهاجرت ژوند کړی. mh ـ زده کړې: نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې په لرې پښتونخواه کې پیل کړي او د مهاجرت د دورې له پای ته رسېدا وروسته د بټي کوټ له عالي لېسې فارغ شوی. د ښوونځي تر فراغت یو کال وروسته یې د کانکور د ازموینې له لارې د ننگرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي ته لار پیدا کړه او په ۱۳۹۲ ل کال د یاد پوهنځي له پښتو څانگې په علمي کادر کې فارغ شو او په همدې کال د ازادې سیالۍ له لارې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانگې د استاد په توگه مقرر شو، په ۱۳۹۴ کال کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو ماسترۍ ته شامل او په ۱۳۹۵ کال یې په بریالیتوب سره پای ته ورسوله. نوموړی تر دې مهاله د ډېرو نورو فرهنگي فعالیتونو ترڅنگ خپله د استادۍ سپېڅلې دنده هم پرمخ وړي. ـ دندې او سفرونه: استاد محبوب شاه په بېلا بېلو برخو کې دنده ترسره کړې، چې په لنډه توگه یې داسې یادونه کولی شو. نوموړي د دوولسم ټولگي تر فراغت وروسته له مرام راډيو سره د خبریال په توگه خپله لومړنۍ دنده ترسره کړې، چې بیا له همدې راډیو سره د پروډیوسر او یو کال وروسته د نشراتو د مسوول په توگه پاتې شوی دی. همداشان د همېشه بهار راډيو د نشراتو مسوول، د انعکاس راډيو د سیاسي خپرونو د مسول، د A, S, I د ولایتی اداری مسوول، په ختیځ کی د I, W,P,R خبریال، د P,P,N,W سره خبریال، په ختیځ کی د پژواک اداری سره د خبریال، د کرښې اونیزې مسوول، د آزادي راډیو د پښتو خپرونو ایډیټر، د کابل پوسټ ورځپاڼی مسوول او تمویلوونکی، د کابل پوهنتون د استاد په توګه او یو شمېر نورې دندې ترسره کړي او لا هم بوخت دی. اوسمهال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانگې د استاد په توگه خپله سپېڅلې دنده پرمخ وړي او ترڅنگ یې د ازادي راډيو د پښتو خپرونو ایډیټر هم دی. پوهنیار محبوب شاه محبوب د هېواد دننه او بهر په یو شمېر ورکشاپونو او سیمینارونو کې برخه اخیستې، چې د یادونې وړ یې دا لاندې دي: په ۱۳۹۲ هش کال کې هندوستان ته د آسیا د خبریالانو ورکشاپ، ۱۳۹۳ هـ ش کال دویم ځل لپاره هندوستان ته د مسولینو سیمینار، په ۱۳۹۴ هـ ش چین ته د اسیا د سپورت لیکوالانو او ژورنالېستانو د ټولنې له لوري له ۲۱ هېوادونو څخه ۴۰ خبریالانو گډون درلود، چې افغانستان په کې لومړی مقام ترلاسه کړ او دا مقام د محبوب شاه محبوب په برخه شو، په ۱۳۹۴ هـ ش کال په هانگ کانگ کې د سپورتي لیکوالو او ژورنالېستانو د فدراسیون په استازیتوب یې د اسیايي خبریالانو په کنفرانس کې ونډه اخیستې. ۱۳۹۵ ل کال کې یې د روسیې هېواد ته یو علمي سفر لاره او همداشان یې د هېواد دننه په لسگونو ورکشاپونو کې گډون کړی. ـ ادبي او کلتوري فعالیتونه: محبوب په ادبي او کلتوري ډگر کې ډېر فعالیتونه تر سره کړي، لکه څنگه مو چې یادونه وکړه په بېلا بېلو برخو کې یې له رسنیو سره کار کړی او ډېر ادبي اثار یې پنځولي، نوموړي تر دې مهاله د نظم او نثر په برخه له نهو زیات کتابونه او لسگونه علمي، سیاسي او تحقیقي مقالې لیکلي او چاپ کړي دي، په لسگونو علمي، ادبي او کلتوري غونډو او مشاعرو کې یې گډون کړی او همداشان ډېرې لنډې کیسې، نالونه، ادبي ټوټې… لیکلي دي. اثار یې به لاندې ډول دي: ـ منثور اثار: ۱- مات کودی: دا د محبوب شاه محبوب یو ناول دی چې په ۱۳۹۱ کال د مومند خپرندویه ټولنې له لوري چاپ شوی.دا یو ښکلی ناول دی، چې دموضوع او صحنې له مخې په دوه ویشتو څپرکو وېشل شوی او هره برخه یې تر وروستی بریده تلوسه لري او لوستونکی له ځانه سره ساتي. ۲- تالا شوی…!!!: دا اثر یې د لنډو کیسو ټولگه ده، چې د ښاغلي انعام الله میاخېل په زیار او زحمت د مومند خپرندویه ټولنې له لوري چاپ شوی. ۳- چې دا ژاړي زه ژاړم: د لنډو کیسو ټولگه ده. ۴- وینځلې رڼا: د لنډو کیسو ټولگه ده. ۵- بیابان: د لنډې کیسې ۶- خبر او نظر: دا د لیکوال یو ژورنالستيکي بحث دی؛ خو لا چاپ شوی نه دی. ۷- شر: ناول دی او لا د چاپ په گاڼه نه دی سمبال. ۸- ډمه او خبریال: دا هم ناول دی او چاپ اثر دی. ۹ـ د ګرامر لیکنې میتودولوژی: علمي اثر ۱۰: پښتو ژبدود : تدریسي او علمي اثر ۱۱: د ناپښتو څانګو لپاره پښتوژبه: تدریسي او علمي اثر ـ منظوم اثار: ۱- پاړ: د استاد محبوب شاه محبوب شعري ټولگه ده، چې د ښاغلي سهارګل امیرزي په زیار او هڅو په ۱۳۹۳ ل کال د مومند خپرندویه ټولنې له لوري چاپ شوې ده. ۲- د ښکلا پر لور: په دې اثر کې د استاد محبوب له شعرونو سربېره د یو شمېر نورو شاعرانو شعرونه هم راغلي، د یادونې ده، چې د کتاب ډېره برخه د نوموړي خپل شعرونه دي. ۳- ګوګورې: دا کتاب د پښتو ټکوریزو ځآنګړی او لومړنی کتاب دی. ۴- د یویشتمې پېړۍ لیک: دا د نظمونو ټولګه ده چې تر اوسه نه ده چاپ شوې. ـ شاعري او لیکوالي: د خوږ ژبي شاعر او تکړه لیکوال محبوب شاه محبوب په هکله، ښاغلی امیرزی وايي: د محبوب نظمي ژبه له نثري او نثري ژبه یې له نظمي خوږه او خوندوره ده؛ انځورگر شاعر محبوب شاه محبوب د شعر په ژبه د زړه هره څړیکه چې د ده تر ژبې راځي؛ نو دومره له خوږلنو او عواطفو ډکه وي چې پر زړونو بې اختیاره منگولې خښوي او لکه د ترنم تر ډېره په زړونو انگازې پیدا کوي. درد، سوز، مینه، عاطفه او ښکلا هغه څه دي، چې د ښې شاعرۍ لپاره یې ځانگړنې بولو؛ نو د محبوب په شاعرۍ د ښې شاعرۍ اطلاق ځکه کېږي، چې پورتنۍ ځانگړنې یې په شعر کې له ورایه ځلېږي. ښاغلی امیرزی زیاتوي: ښه شاعر تل هڅه کوي، چې د خپل کلام لپاره د نوښتونو لاره وگوري او تل په دې زیار کې وي، چې څنگه سولېدلي او مکرر الفاظ په نوي رنگ او نوې بڼه وړاندې کړي تر څو د مینه والو په زړونو کې ځای پیدا کړي، له ښه مرغه دغه هنر د ځوان محبوب یوه خاصه ځانگړنه ده. استاد ولي والله فاضل یې په هکله وايي: د محبوب د قلم څوکه دومره تېزه او رسا ده، چې د هر ناهیلي او مظلوم درد او ځگېروی په هنري انداز سره ترسیموي او هم یې په خپلو لیکنو سره د پښتو ادبي گلبڼ ته لا ښکلا ور په برخه کړې. همداشان سید سمیع الله «سعیدي» د محبوب شاه محبوب د لنډو کیسو او نثر په هکله وايي: ځوان شاعر او لیکوال په خپلو لیکنو او لنډو کیسو کې د جگړه ځپلي ولس دردونه منعکس کړي، د ښاغلي محبوب شاه شخصیت گڼ اړخونه او رنگینۍ لري او په یوه وخت او کم عمر کې لیکوال، شاعر، خبریال، ویاند چې به هره برخه کې تر ډېره بریالی ښکاري. د استاد محبوب او د هغه د لومړني څېړنیز اثر ګرامر لیکنې میتودولوژۍ په اړه د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی سرڅېړونکي زلمي هېوادمل وايي : زه خپله د میتودولوژي معلم یم. د څېړنې په میتودولوژۍ کې یو اصل دی چې وايي علمي میتود په ټولو علومو کې یو دی، مګر روشونه یې په مختلفو علومو کې سره فرق کوي، زه خپله په دې عقیده یم هغه وخت زموږ څېړنې علمي او معیاري کېدای شي چې موږ په بېلابېلو علومو کې د میتودولوژي کتابونه ولرو. میتودولوژي یوه داسې امسا ده چې موږ له بې لارۍ څخه ژغوري که چېرې موږ د هرې پوهې او پوهنې په میتودولوژۍ پوی شو معنا دا ده چې سمه لار مو انتخاب کړې ده او اثار به مو په یوه داسې چوکاټ کې تنظیم کړي وي چې هغه نه یوازې زموږ په هېواد کې بلکې د سیمې د هېوادونو او نړیوالو علمي معیارونو سره برابر وي دا ځکه چې میتودولوژي په ټوله نړۍ کې یو شان ده. زه ډېر خوشحاله یم چې نن د ژبپوهنې په برخه کې زموږ ګران ملګري او دوست محبوب صیب دا علمي رساله تکمیل کړه. کله چې محبوب دا موضوع وټاکله او ما سره یې شریکه کړه زه ډېر زیات خوشحاله شوم، که څه هم په لومړیو کې ورته یو سلسله مشکلات وو خو ما ورته وویل چې کار نوی وي حتمي ده چې یو سلسله مشکلات او ستونزې به وي خو باید له یو ځای نه شروع وکړو، داسې ونه وایو چې دغې موضوع کې اثار نشته او کار نه کوو، خنډونه په خپله له منځه ځي. زه بیا هم ګران محبوب ته مبارکي وایم، په رښتیا هم په پښتو ادب کې یې یو نوی ګام پورته کړی. دی د سترې حوصلې څښتن څېړونکی او لیکوال دی، زه د نوموړي راتلونکې روښانه وینم او هیله مند یم چې د ژبپوهنې په برخه کې لا کار ته ادامه ورکړي. د کابل پوهنتون استاد پوهاند محمد رفیق رفیق بیا د استاد محبوب په اړه بیل نظر لري هغه وايي: زموږ د پښتو څانګې کشر استاد محبوب په رښتیا هم په ژبپوهنه کې نوې هڅې کړي او هڅې یې تر ډېره کامیابه او بریالۍ دي، زه یې تاییدوم او خوشحاله په دې یم چې یو نوی کار یې ترسره کړی او هغه ستونزې چې د ژبپوهنې په برخه کې موږ ته پرتې دي تر یوې اندازې به یې حل کړي. خوښ یم پرې. د کابل او ننګرهار پوهنتونونو استاده پوهندوی ډاکتره زرغونه زېور بیا پوهنیار محبوب شاه محبوب یو با اخلاقه او زیرک څېړونکی بولي او وايي: (د ګرامر لیکنې میتودولوژي) علمي او څېړنیز اثر د کابل پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې د استاد محبوب شاه محبوب د ماسترۍ تېزس له پاره لیکلې علمي پروژه ده. که څه هم د پښتو ژبې د ګرامر په برخه کې بېلابېلو ژبپوهانو له ډېره پخوا راهیسې کار کړی او په یاده برخه کې یې ګڼ کتابونه چاپ شوي خو د ګرامر لیکنې میتودولوژي داسې یوه موضوع ده چې نه یوازې په پښتو ژبه بلکې په نورو ګاونډیو ژبو کې هم په کې تر اوسه چا کار نه دی کړی او نه یې هم ساری لیدل کیږي. محبوب شاه محبوب با استعداده او د لویې حوصلې څښتن څېړونکی دی، د اثر په لیکنه کې یې پوره زیار او کړاو ګاللی دی، له معتبر کورنیو او بهرنیو ماخذونو څخه یې استفاده کړې ده او د ماخذونو په پېدا کولو کې یې هم پوره هلې ځلې کړي دي. د ګرامر لیکنې میتودولوژي اثر یو له هغو مهمو او نویو څېړنیزو اثارو څخه دی چې په لومړي ځل په کې ګامونه اېښودل شوي دي. له پورته خبرو او څرگندونو موږ ته رامعلومه شوه، چې استاد محبوب شاه یو وتلی شاعر او لیکوال دی، د نثر او نظم په برخه کې ډېر بریالی دی، په بېلا بېلو فورمونو کې یې په ساده الفاظو ډېره ښکلې او قوي شاعري کړې او ښکلي ترکیبونه، انځورونه او نورې ادبي صنایعې یې کارولې دي، همداشان یې نثر هم روان، خوږ او د حالاتو ترجمان دی، اوس به د خپلې خبرې د پخلي لپاره د استاد محبوب شاه محبوب د شعر او نثر یو څو بېلگې وگورو: محبوب شاه په خپل یوه ښکلي شعر کې د ژوند روانو حالاتو ته داسې اشاره کوي: دا ژوند مې داسې دی لکه ناکامه ډرامه بې مینې، بې اغازه، بې انجامه ډرامه! چې سر په کې مات نه شي، گرېوان سور نه شي؛ نو څنگه؟ ختمېږي د پښتون بې انتقامه ډرامه! ای! تا ته وایم ولې، دا بیا ولې، ولې، ولې؟ دا ولې دې کړه، ولې بې مرامه ډرامه! زما کوڅه کې تگ او درېدولو نو څه کړي؟ په کلي کې یادېږي، ستا له بامه ډرامه د دغه قام له خلکو نه به څنگه گیله وشي چې دوی ده جوړه کړې له اسلامه ډرامه له مانه گیله مه کړئ، دا ده مخکو جوړه کړې بې سره، بې اندازه، بې مقامه ډرامه بې یاره، بې نگاره، بې محبوبه، بې جانانه اخر به شي د ستړي ژوند تمامه ډرامه #غزل زه یې خوشبو پسې میرات خدایه او هغه ګل ډنډر کې مات خدایه د بېلتانه ګرمۍ راخیستی یمه لکه غنم یم په ملا قات خدایه ما ته معلوم شو د انسان اصلیت ما ته پکار نه دی دا ذات خدایه نور به څه لوبې په انسان کوي؟ د کلیسا، مندر، جومات خدایه ته دې د عرش له دې درنې کرارۍ فرش ته ورکړه لږ ذکات خدایه یار یې بیخي له ذهنه سم وباسه! که په محبوب ګټې خیرات خدایه همداشان محبوب شاه ډېر ازاد شعر هم لیکلي،اوس به یو خوږ، له مانا او واقعیتونو ډک ازاد نظم هم دلته وگورو: زه د یو خړ کلي بې وسه شاعر بس یو قلم او یوه مینه لرم هر څه کې مینه گورم هو! د یوې مینې بندیوان شاعر یم د یوې داسې مینې چې پای یې وچې صحرا غوندې بې پایلې پروت دی کله یې وستایمه کله یې ښه وغندم وطن ته نه گورمه حالات هم نه څېړمه وژنې نه غندمه فساد هم نه یادوم په غربت څه نه لیکم د پاچاهانو قصیدې نه لیکم د غل ستاینه او غندنه نه کوم مشکلات نه وایمه د کونډې مور لوپټه نه انځوروم د یتیم څېرې گرېوان نه وړاندې کوم د ښار بې وسه سوالگر څه کومه یوازې زه یم او بې وسه مینه کله غزل ولیکم په کې د مات زړگي کیسه وکړمه کله ټپه ولیکم په کې د زړه تارونه وچېړمه او کله د نظم په تار د ارماني زړگي ارمان وغواړم د زړگي غوټې هم ور تړمه د یو چا مینه ډېره وستایمه په درنو کاڼو یې هم وتلمه له هر څه پاکه یې کړم وفا یې وستایمه جفا یې لرې کړمه خو هېڅوک غږ نه کوي نه څوک واه، واه وکړي او نه محبوب وستايي خو چې مې کله د بې کیفه مینې سپین حقیقت ووایم د خپلې ورانې او بربادې مینې شعر کې کیسه وکړمه ډېر راته واه، واه وکړي د شاباسي پیغام راو لېږي چې شعر دې له درده ډک دی سوز و گداز لري اهنگ لري پیغام لري هر لفظ یې زړه باندې چکونه کوي سړی له ځانه سره تېر ته بوځي د مینانو د زړه غږ دی په کې د مات زړگي کیسه دې څومره ظرافت کې کړې محبوبه! شاباس څومره ښه یې لیکې شعر خو همداسې وي چې ته یې لیکي واه! یو ځل بیا ووایه ښه! دا نو څه شعر څه شاعري شوه؟ دا څه نظم څه ټپه او ارمان چې د نظمونو په تار د خپلې ورانې او بربادې مینې کیسه کومه او دوی واه، واه کوي دوی دي لېوني او که زه لېونی چې بربادۍ باندې مې واه، واه کوي راته چکچکې وهي او شاباسي راکوي خو پس له ډېره سوچه ما فیصله وکړله چې: بس شاعرۍ نه توبه هسې خوارۍ نه توبه نور ترې رخصت اخلمه د سوال یارۍ نه توبه (۲۵: ۸۶ – ۸۹) خپل پنځوونکي ته! ای ربه امن را! ای خدایه سوله را! ای خدایه مینه را! دلته جنګ دی بادي ده او د هر چا سر زوري ده دلته ویر خپور دی ژړا ده د یتیمو انګولا ده د انسان وینه خرڅيږي محبت په زنکدن دی د جانان مینه خرڅيږي دلته اور دی سرې لمبې دي د لیلا سینه غوڅیږي د ماشوم ژبه پرې کیږي او سکروټې دي تودیږي د لته هر انسان قاتل شو دلته هر انسان رقیب دی د بیلتون قلم یې لاس کې او سپیرې کرښې راکاږي دلته هر یو سړی غل شو ناپوهانو سره مل شو جنګ یې بل چا نه را پور کړ او پښتون په کې دل،دل شو دلته هر خوا مایوسي ده څوک کړي مینه له چا پټه او دردونه ور له ورکړي څوک کړې وینه له چا پټه څوک ماشوم له موره پټ کړي خوشحالۍ یې ور نه غلا کړي نیکمرغۍ ترېنه فنا کړي او کړي اوښکې مساپرې نو خالقه! خوشحالۍ دي مرورې څوک د مال په غلا کې ډوب دی څوک د عیش و نوش دنیا کې څوک ډوډۍ ته حیران ناست دی څوک ژړا او انګولا کې نو ای ربه امن را! موږ ته توفیق را! او لاره سمه را ! د عرش څښتنه ته به ګورې کنه؟ هو! ته پرې ښه پوهېږې څوک د حسن خریدار شو او چا پټ کړ له محسنه چا یې مخ پر تېزاب خوړین کړ او چا سر له تنې بیل کړ نو د اسمانونو ربه! سوال درته کوم چې نور له عرش نه په دې فرش رحیم شه او په دې خاوره امن وغوړوه دلته قتلونه دي چې کیږي پر امیدونو اور بلیږي د چا غوښې بارود وخوري او د چا د اور خوراک شي نه مقتول په ګناه پوی شو نه قاتل په دې خبر شو چې یې ولې قتل وکړ چا ادم له سېتار مات کړ چا درخو په وینو سره کړه چا لیلا او مجنون بیل کړل چا ملنګ ته کچکول وسو او لکړه یې ټوټه کړه چا ګودر په وینو سور کړ چا ګلاب په زړه زخمي کړ اوچا چینار له بیخه وویست نو د اسمانونو ربه! رحم غواړو پر موږه رحم وکړه او له غمو مو خلاص کړه نو ای ربه امن را! ای ربه سوله را! ای ربه مینه را! ژوند ته سکون را! رڼا د پرون را! او غره ته مې شپون را! زما خالقه! څه اړتیا ده چې زه دا ووایم چې؛ دلته ژوند دلته جانان شته او دلته ستا په شتون ایمان شته خو بیا هم قاضي بازي ده هرې خوا حاجي بازي ده ای د عرش واکداره! رحم ای د فرش واکداره! رحم نو؛ زما د روح واکداره! ومې بخښه چې دا ناخوالې په قلم لیکمه ځکه چې ته له ما نه ښه پوهیږې ته مې خالق یې تا جوړ کړی یمه ته مې د ساه واکدار یې ته مې د رنځ درمان یې زه دې مخلوق یم بس یو تا لرمه نو ځکه سوال درته کوم چې زما په خاوره شین ټغر د امن وغوړوه ای پنځوونکیه! ای خالقه! ای مالکه! زما نه کیسه د محمود شته دی نه ایاز اوس د چا یاد دی نه مومن او شیرینو شته نه دلی او نه شهو شته هر انسان په ویر اخته دی د ماشوم وینه یې توی کړه د لیلا سینه یې پرې کړه او له دې ټولې دنیا ګۍ نه د محبوب تمه یې پرې کړه نو خالقه امن غواړم یوازې تا لرمه خالقه مینه غواړم،مینه غواړم،مینه غواړم او دا فضاء نوره رنګینه غواړم همداشان د نثر په برخه کې به «په وینو سور پسرلی» تر سرلیک لاندې د استاد محبوب شاه یوه لنډه کیسه وگورو: په وینو سور پسرلی ماشومانو په باغ کې لوبې کولې کله به د خندا غږ پورته شو او کله به د ژړاگانو، کله کله خو به يې د منځه د وا ادې! غږونه هم راپورته شول. سور سرې ادې د پالکو په پاکولو بوخته وه بیخي يې د هغوی په چغو غوږ نه ړپاوه، له څو شېبو وروسته یو ځل بیا د ژړا غږ پورته شو. وا ادې، ادې هله چې ټوله يې په وینو سور کړم. ادې چې د ویني لفظ واوریده رنگ يې وتښتېد، ټوله ورپېده، بیا هغه پخواني وختــونه وریاد شول بیا يې په سر د چورلکو اوازونو انگازې وکړې، راپورته شوه. ولې؟ د باغ له کونج نه نبيله را روانه وه په سر يې دواړه لاسونه ایښــــودي وو وینو يې په تندي لارې کړې وې. ويئ ادې دې درنه زار شي دا چا؟ دا حمید! ولې؟ولې؟ په دی څه بلا راښکته شوې وه، نبیلې بېواره چغې وهلې، دې سور بیزوړک را باندې د لرگي گوزار وکړ. نو ولې؟ ادې هسې درواغ وايي ما ورته وویل چې گلان مه شکوه او دې راشکول د لاسه مـې لرگی خطا شو او د دې سر پرې ولگېد. ته وار وکړه سور بیزوړکه پلار خو به دې راشي کنه! سور سرې ادې ژر له خپلې ملا نه سور دستمال راخلاص کړ او د نبیلې سر يې پرې کلک وتاړه. غرمه شوه، په باغ کې نرۍ نرۍ هوا ټولې ونې یو بل سره په خبرو راوستـــــې وې، بلبلانو هم د گلابو له مخونو موچې اخيستې، هلته د لښتي د پاسه په کټ کې سور سرې ادې او نبیله یوځای پرتې وې، د کټ لاندې د اوبو سور منگوټې ايښی و، په ویالې کې نرۍ نرۍ اوبه روانې وې بیزبیزه کیو ترې گېرچاپيره اتڼونه اچولي وو، کله به په اوبو ورغوټه شوې او کله به د ویالې د غاړې په نرمو او سرو واښو کېناستې، په ټول باغ یوه عطرینه وږمـــــه خوره وه. د باغ په بل سر کې د انگورو تاک د څپري لاندې د زړې درۍ د پاســــــــه ماشومان پراته وو، چا مخ یوې خواته اړولی و او چا بلې خواته، داسې ښکاریده لکه چې د یو بل نه مرور وي، وړوکی واسع د خپل ماشومتوب په خواږه خوب پروت و، کله به يــــې مچ په یو خیرن اننگي کېناسته او کله په بل، ان کله کله خو به يې د پوزو په سورو هم ورننوته خـــــو چې واسع به ځان پوزې گرولو ته جوړ کړ مچ به پورته شو، پاس په انگـــــــــور تاک کې د کشمشي انگورو غنچو هم ټالۍ وهلې، گیرچاپیره ترې د سرو غومبسو بنگارې و، د صبر د ونو په څوکو کې طوطیانو هم نغمې ویلې، ټوله فضا رنگینه وه، هرې خواته د پسرلي مستو وږمو خپلې وزرې خورې کړې وې، د لمر وړانگې هم د مځکې پر سر مایلې لگېدلې وې، د مرغانو او بلبلانو مستو مستو اوازونو ټول باغ په سر اخیستی وو. د باغ دروازه په ډېر زور سره راخلاصـــــه شوه، سور سرې ادې د دروازې له درز سره په کټ کې نېغه کېناسته، کلمه يې درسته کړه دروازې ته يې پام شو، یو ځل يې بیا تېر وختونه مخې ته ودرېده، تورې اوږدې او وحشتناکه څڼې، اوږده کالي، تــــــــورې اوږدې اوږدې موزې، په اوږو ماشیندارې او راکټونه، په یو شېبه کې يې له سترگـــــــــو تېر راتېر شول، سور سرې ادې هکه حیرانه شوه د دروازې خواته گوري او نه پوهیېــــږي چې څـــــه وکړي، لکه د بوت په څېر ناسته وه نه يې له خولې څه ویستلی شول او نه يې څه د لاســـــه کېدل، بیخي بې دمې شوه، ټول روحیات يې بایللي وو، بیا ورته هغه څه رامخکــې شوي وو چې دې نه غوښتل رایاد يې کړي، لس پنځلس دقيقي به لا نه وې تېــرې چې حالات کټ مټ د پخوا په شان شول، لاندې مخ پټي د اوږدو څڼو خاوندان، په اوږو ماشینــــــدارې او بره په هوا کې بنگنې چورلکی… له څو شېبو پس د باغ حالات بدل شو، هاغه باغ چې لږ مخکې پکې د مرغانو نغمې اورېدل کېدې هاغه باغ چې بلبلانو له ډیرې خوښۍ نه په کې له گلانو مچکې اخېستې، اوس په سور تنو بدل شو، د باغ ټولې ونې په بل مخ پرتې وې، څو ځایه ژورې ژورې کنــــــدې جوړې شوې وې په ویالې کې د طوطیانو ورانې ځالې راونې وې، له ویالې سره په خواکـې نبیله بې پښو پرته وه، سور سرې ادې هم خپل دواړه لاسونه په ټټر ایښي وو او ستونــــــــي ستاخ پرته وه، وړوکی واسع هم د گلانو د رژېدلو پاڼو په منځ کې په ابدي خوب اوده وو خو بس… ها چې سره وو خو بس شنه وو خو چې شنه شو داسې سره شو چې سره يې ځان پورې حیران کړ (۲۶: ۱ – ۴) یادونه: دا لیکنه د ماسترۍ دورې د تېزس (د بټي کوټ ولسوالۍ ادیبا) کې چاپ شوې ده.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .