محمدنبي هم بیګ باش سیالیو کې واخیستل شو

۱۹ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۴۸ ب.ظ -

راپور: خپلواک دریځ محمدنبي به د استرالیا سترو بیګ باش سیالیو کې ولوبیږي، نوموړی د فولارډ سره یوځای میلبورن رینیګاډز لوبډلې اخیستي او تمه ده په راتلونکي فصل کې محمدنبي په دغه لوبو کې راښکاره شي. د ویلو ده چې ګوګلي ماستر راشدخان ارمان له دې وړاندې ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې اخیستی. د استرالیا ۷م فیصل سترې سوداګریزې لوبې بیګ باش به لس ورځي وروسته د روانې میاشتې پر ۱۹مه پیل شي او د ۲۰۱۸م کال د فیبرورۍ تر ۴مې نېټې به دوام وکړي.

big-bash-captains-pic-getty-204651050

بیګ باش هر کال په جوش او خروښ کې ترسره کیږي او له لومړۍ ورځي تر وروستۍ ورځي پکې ۴۳ لوبې کیږي. د سږني بیګ باش په لومړۍ لوبه کې به سیډني تندر له سیډني سیکسرز لوبډلې سره مخ وي. سږ کال به بیګ باش کې د لومړي ځل لپاره دوه افغان لوبغاړي راشدخان له ایډلیډ او محمدنبي له میلبورن لوبډلې سره ولوبیږي. د بیګ باش د تیر ۶م فصل اتلولي پرت سکارچرز لوبډلې د موزیس هنډریکس په کپټانۍ کې ګټلې وه.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .