مخکي له وخت څخه د واده کولو ستونزي اوحل لاري/ نیاز محمد زیارمل

۲۴ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۰۱ ق.ظ -

 اسلا م د ژوندانه بشپړ نظام دی او موږته يې داسي لارښوونې کړې که موږ يې په خپل روز مره ژوند کې عملي کړو نو د ژوند په مخکي ستونزي موسل فېصده حل کېدای سي .هغه څوک چي په خوله داسلا م دعوه لري خو په عملي ژوند کي په خپلو نفسي غوښتنو پسي روان وي ، دپلار او نيکه نا وړه دودونو اورواجونو پسې ګرځې، دوی په حقيقت کي له اسلا م سره دمنافقت سلوک کوي . لکه څنګه چي تاسوته معلومه ده هرکارچي تروخت مخکي ترسره سي پرځای ددې چي ګټه نه لري تاوان رسوي . نوهمداعلت دی چي تروخت مخکي واده کول تاوان لري .ځکه چي يو ځوان نارينه اويا ښځه شخص لا په جسمي او روحي لحاظ دې ته اماده نه وي چي ګډ ژوند پيل او مخ په وړاندي بوزي ،خو ولي دوالدینوله خوا ورته په کم عمرکي واده کيږي . داځوان لا ددي توان نلري چي د مېرمني حقه حقوق پرځای کړي ، دنورو دوستانوسره روابط ټينګ کړي اوهمدارنګه د خپلي مېرمني او اولادونوخيال وساتي ، ځکه دی واده کول فقط د اولادنو زېږول ،د مېرمني لخوا د ده عزت کول، امر منل،فرمايش او سياست کول بولي . حال دا چي ګډ ژوند متقابل احترام ته ضرورت لري ، د مېرمني خيال بايد زيات وساتل سي. ځکه هغه خپلي ستونزي له خاوند څخه بغير کوم بل کس ته نسي اظهاره ولای … په کلتوري لحاظ په افغاني ټولنه کي هم واده د افغانانو یوله مهمو کلتوري دودونو څخه دئ، چي په افغاني ټولنه کې بيلا بيل ډولونه اوارقام لري. چي په کښي ځيني دودونه يې عام په هره ټولنه کي په کار اچول کيږي، اوځيني يې خاص دي په يوې مشخصي سيمي اوځای پوري اړه لري . حتي ځيني ځانکړي دودونه ځينو خاصو سيموته منسوب دي . لکه : دواده کولو لپاره مرکه کول يو عام دود دی،خو د هلک او نجلۍ په خپله خوښه سره واده کول بيا په ځينوپښتني ټولنوکي يوډول عار( عيب) دی اوپه دې ډول کارکولوسره دا کار دخپلې کورنۍ عزت ته زيان بولي . داهغه سيمي چي د ښار څخه ليري په کليو اوبانډو کې پرتې اطرافي سيمي دي . چي پکښي دهلک او نجلۍ( د زوی اولور) خوښي ته خاصه توجه نه کيږي. دا خلک د لور او زوی په خوښه دواده کول خپل ځان ته په محلي کچه پېغور ګڼي او په اينده کي پايلې ښې نه ويني . نوپه دې سره په پښتني ټولنه کي يوبل بد رواج چي په کوچينيوالي کي خپلو زامنوته واده کول اويا په کوچني والي کي خپلي لوڼې ورکول بد دود او رواج ګرځيدلی دی . چي د ليري اطرافي سيمو څخه ماسېواپه ښارونوکي لا اوس هم دغه دود په خپل حال پاتي دی . بله خبره د ډېری داسي حالتونو شاهدان يو چي په بد و کي د لوڼو ورکول په پښتني ټولنه کي يو له ناوړه او بد پايلي لرونکو دودونو څخه دی . په افغانستان کي خصوصآ په پښتنې سيمو اوس هم د پلار، ورور،او تر بوره د بدو بدله د ښځو په ورکړه پای مومي. د بدو په بدل کښي لوڼي ورکول يو له هغه رواجونوڅخه دی، چي اکثره وخت ښې پايلي نه لري. اوپه نتيجه کښي په واده سوي نجلۍ باندي د يادي کورنۍ لخوا په يو اوبل نامه ظلم کېږي. په هلک باندي د بې وخته واده اثريا اغيزې لکه: – له تعليم څخه پاته کيدل ، د کورنۍ جنسي غرضې نه پوره کول، د کورنۍ لپاره د نفقي پيداکولوستونزه ، په خپله پرهلک باندي د يو شمير ناروغيو تاثير،کورنی جنجال په پايله کي د هلک له کور څخه تښتيدل ،په ځينووختونکي روحي حالت خرابيدل آن لېونتوب حالت ته تلل. داټول هغه عوامل دي چي مخکي له وخت ودونو څخه رامنځ ته کيږي د مسلمانې ښځې حقوق: 1. عموماً د واده تقاضا او د ښځې ټاکل د سړي له لوري کېږي، چې اسلام ښځې ته هم د انتخاب او ردولو بشپړ حقوق ورکړي. ۲- اسلام د ښځې د ارزښت د لوړولو لپاره په مهر ورکولو امر کړى، چې دا هم د ښځې له حقوقو څخه شمېرل کېږي. ۳. کله چې يو خاوند او ښځه سره نکاح وکړي؛ پدې وخت کې د ښځې په اړه ځينې مسؤليتونه لري، چې په لاندې ډول دي: ا: خاوند دي د ښځې نفقه ورکړي . خوکومه ښځه چي له مېړه سره اوسيږي اطاعت يې کوي اودهغه له اجازي پرته له کوره نه وځي او نور حقوق يې پرځای کوي نوپه خاونده باندي دهغي نفقه او نور لازمه حقوق ادا کول واجب دي ب: خاوند په کورنۍ کې د امن د راوستو مسؤل گڼل کېږي. ج: خاوند د خپلې ښځې په اړه بشپړ مسوول گڼل کېږي. د: خاوند دي د ښځې په ارتباط عادل وي او د غوسې پر مهال دې له حلم او نرمۍ څخه کار واخلي. دحل لاري چاري : ۱ـ د نکاح کولو لپاره عقل اوبلوغ شرط دي چي دواړه به عاقلان اوبالغان وي. ۲ـ په خپله خوښه واده کول ( دهغې کورنۍ څخه به هلک خبر وي اونجلۍ به هم د هلک په کورنۍ باندي احوال لري چي په پايله کي به د دواړو رضایت حاصل وي ) ۳ـ اسلام مبارک دین ټولو مسلمانانو ته هدايت کوي ، چي تاسو د ښځوسره د څلورو صفتونوله مخي نکاح کوي:- دينداري ، حسن ، نسب، مالداري . دا څلوره واړو صفتونوڅخه وروسته له يوې ښځي سره نکاح کوئ او داغوره نکاح بللای سو. ۴ـ د شخص د نشه ئي توکو نه استعمالول ۵ـ نارينه اوښځينه دواړه به په اسلامي عقايده اوښونيزنظام زده کول اوپوهول دي . ۶ـ تراتلس کلني په کم عمرکي واده نه کول. ۷ـ شخص ته کورنۍ ښوونه اوروزنه اواسلامي روحيه ورکول . ۸ـ مخکي له وخت څخه ورته دوالدينو، دوستانو، مشرانواوخسرګني عزت او اداب ښودل . ۹ـ د شخص په رضا اوانتخاب سره کوزده کول . ۱۰ـ د ناسمو دودنو مخنيوی د شريعت په رڼا کي مهم اولازمي سامان ورکول . ۱۱ـ پرځوان باندي د کورنۍ اودوستانوله خوا زور اوجبر نه راوستل چي حتمي يې دواده کولو ته مجبور کړي، په ځينو وختونو کي زياتي کورنۍ خپل واړه ماشومان په دې خاطر چي ګواګي بيا به دوی ژوندي نه وي او دا ارمان به يې په زړه پاته وي چي دخپل زوی کوزده، واده به ونه ويني نو دوی ته په کوچنيوالي کي کوزده کوي. ۱۲ـ د يوکس ترلازمي علمي سطحي پوري رسيدل او وروسته بيا ورته واده کول . ۱۳ـ د حکومت له لوري په ودونو دبې ځایه زيات مصارف په کولوبنديز اوکنټرول هم کولای سي چي مخکي له وخت څخه ودونومخنيوی وکړي . ۱۴ـ د حکومت له لوري په جبري ودونو بنديز لګول.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .