مدني فعالانو او ځوانانو د لغمان له يو شمېر پروژو ليدنه وکړه

۱۵ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱:۳۰ ب.ظ -

په لغمان کې د څه دپاسه یو نیم میلیارد افغانیو په ارزښت له روانو ۷۸ پرمختیايي پروژو څخه د زون په کچه ځوانانو، مدني فعالانو او خبریالانوننداره وکړه.

دلغمان رغونې ننداره چې د لغمان والي ترڅنګ پکې دلغمان ،ننګرهار ، کونړ او نورستان ولایاتونو ژورنالیستانو ، ځوانانو او مدني فعالانو برخه درلوده ، نن يې دیوه کاروان په ډول د څه دپاسه یونیم ملیارد افغانیو په ارزښت د روانو۷۸ بېلابېلو پرمختیايي ټولګټو پروژو ليدنه وکړه.

په دې پروژو کې دحلقوي سړک ، سراج تاریخي کلا، سراج بڼ ، بادپښ سړک او د ولایت مقام اداري کمپلکس شامل دي.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي له پروژو څخه دلیدنې پرمهال وویل چې له یادې نندارې څخه یې موخه په خلکوکې دهېواد ودانولو کلتور دودول او د ولایتونو د ځوانانو ترمنځ د همغږۍ روحيې پياوړي کول دي.

24774706_1355537857908704_1858419171216869251_n

نوموړي زیاته کړه چې په دغو ۷۸ سترو پروژو سربېره به په راتلوونکي کال کې هم یو شمېر نورې لوی او وړې پراختیايي پروژې تطبیق شي.

دغه راز دلغمان ، ننګرهار ، کونړ او نورستان ځوانانو ،مدني فعالانو او ژورنالیستانو یاده ننداره دلغمان والي نوښت یاد کړ، او وه يې ویل چې له دغې نندارې څخه یې ډېرڅه ترلاسه او په خپلو ولایاتونو کې به له مسؤلینو،ځوانانو او خلکو سره شریک کړي.

یاده ده وي چې وروسته د لغمان رغونې نندارې په برخوالو په لغمان کې د روانو پروژو بشپړه معلوماتې او انځوریزه رساله هم وویشل شوه.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .