مدني فعالاین: له امریکا سره امنیتي تړون ګټه نه ده کړې

۲۳ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۲۵ ق.ظ -
په کابل کې د مدني ټولنې یوشمېر غړي له امریکا سره د امنیتي تړون د لغو کېدو غوښتنه کوي. دوی د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، چې له متحده ایالاتو سره پر لاسلیک شوي امنیتي تړون باید له سره کتنه وشي او یا هم لغو شي، ځکه د دوی په وینا له یوې خوا ددې تړون مادې نقض شوې او له بل لوري یې وضعیت خراب کړی. په ورته مهال د ملي شورا غړي او د چارو شنونکي هم  د اوسنیو نا امنیو او سیاسي کړکیچونو اصلي لامل له امریکا سره لاسلیک شوی امنیتي تړون بولي. له ملي شورا، جهادي مشرانو او‎ سیاسي جریانونو وروسته د مدني ټولنې یوشمېر غړي له امریکا سره د امنیتي تړون د لغو کېدوغوښتنه کوي.    
دلته د افغانستان د خلکو حرکت په نوم مدني خوځښت وایي، له امریکا سره تر امنیتي تړون وروسته امنیتي وضعیت تر بل هر وخت بحراني شوي ، خو متحده ایالاتو په تېرو څلورو کلونو کې د یاد تړون پر هغو مادو عمل نه دی کړی، چې د افغانستان لپاره ګټورې وې.
    د دوی په وینا له متحده ایالاتو سره پر لاسلیک شوي امنیتي او دفاعي تړون، چې ټولې مادې یې په صریح ډول نقض شوې، باید بیا کتنه وشي او یا هم لغو شي. له دې سره د ولسي جرګې غړي او پوځي شنونکي هم وايي، له کومې ورځې، چې له متحده ایالاتو سره امنیتي تړون لاسلیک شوی افغانستان د افغانانو لپاره د وژل کېدو په مرکز بدل شوی. دوی وایي، دغه تړون نه یوازې د اوسینو نا امنیو او سیاسي کړکیچونو لامل شوی بلکې په سیمه کې هم ورسره حساسیتونه زیات شوي. د ولسی جرګې د شکایتونو اورېدو کمیسیون رئيس وایي، چې د ولسي جرګې اکثریت غړي د یاد امنیتي تړون د لغو کېدو پلویان دي او په دې تړاو به تصمیم نیسي. د مدني ټولنې یوشیمر غړي او پوځي شنونکي داسې مهال د اوسنیو ستونزو اصلي لامل له امریکا سره لاسلیک شوی امنتي تړون بولي او د لغو کېدو غوښتنه یې کوي، چې تیره ورځ ولسي جرګې، مشرانو جرګې او سیاسي ګوندونو او سیاستوالو هم پر دغه تړون د تجدید نظر غوښتنه کړې ده.   مدني فعالین

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .