مرتضوي:د افغان فلم ارشیف د خوندیتوب په موخه ارګ ته لېږدول شوی

۲۰ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۷:۲۰ ق.ظ -

افغان حکومت ارګ ته د افغان فلم د ارشیف لېږدولو موخه د دغه ارشیف خوندیتوب ښيي او په دې اړه نور تورونه ردوي .

دغه ارشیف تېره اونۍ د افغان فلم له ودانۍ څخه ارګ ته لېږدول شوی .

څه باندې سلو فلم جوړونکو ، هنرمندانو او لیکوالو ولسمشر ته په یوه پرانیستي لیک کې د دې کار مخالفت کړی او ویلي، چې ارګ ته د ارشیف له لېږدولو سره د دوی لاسرسی دغه ارشیف ته محدودیږي .

خو د ارګ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ویلي، چې د دې کار موخه د ارشیف خوندي کول دي .

داسې تورونه هم موجود ول، چې ولسمشر غني دا پریکړه د خپلې لور مریم غني په خوښه کړی .

mu

مریم غني په امریکا کې فلم جوړونکې ده .

د غني منتقدینو ویلي، چې دا کار مریم په دې نیت کړی، چې ارشیف ته یې لاسرسی اسانه او خوندي شي .

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .