مشرانو جرګه راتلونکې اوونۍ امنيتي چارواکي استجوابوي

۲۲ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۸:۰۷ ب.ظ -

مشرانو جرګه راتلونکې اوونۍ په هېواد کې د نا امنۍ د زياتېدو له امله د سپيناوي په موخه  يادې جرګې ته امنيتي چارواکي وربولي.

د مشرانو جرګې په عمومي ناسته کې نن په هېواد کې د وروستيو ناامنيو په اړه خبرې اترې وشوې او په پايله کې د يادې جرګې غړو پرېکړه وکړه چې تر راتلونکې سې شنبې پورې به امنيتي چارواکي د سپيناوي لپاره يادې جرګې ته وربولي.

د مشرانو جرګې غړي ګل احمد اعظمي، د فراه ولايت د امنيتي وضعيت له خرابېدو او د دغه ولايت د اناردرې ولسوالۍ سقوط په اړه پر حکومت نيوکه وکړه او ويې ويل: “دغه ولايت د وسله والو طالبانو تر جدي ګواښ لاندې دى او حکومت بايد په دې اړه له وړاندې ګامونه پورته کړي؛ له هغه پرته به فراه ولايت په بشپړ ډول د حکومت له لاسه ووځي.”

هغه زياته کړه، حکومت مکلف دى چې د خلکو امنيت ونيسي، خو د حکومت مشران له بده مرغه د خلکو ستونزو ته د لاسرسي پر ځاى؛ ستونزې زېږوي.”

اعظمي د ملي يووالي حکومت له مشرانو غوښتنه وکړه چې د نفاق زېږونې پرځاى دې د هېواد امنيتي وضعيت ته پاملرنه وکړي.

د مشرانو جرګې يوه بل غړي داوود غفاري وويل: “پلازمېنه کې وروستي بريدونه، د طالبانو له لوري د اناردرې ولسوالۍ نيول کېدل، نيمروز او اروزګان ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو وژل کېدل د امنيتي چارواکو بې کفايتي ښيي.”

هغه زياته کړه، ولسمشر او اجراييه رييس تر ډېره په خپلو شخصي او داخلي جنجالونو بوخت دي، ډېر لږ وخت پيدا کوي چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

نوموړي وړانديز وکړ چې د فارياب، فراه، اروزګان او يو شمېر نورو ولايتونو امنيتي وضعيت او دغه راز په نيمروز کې د يوولسو سرتېرو وژل کېدو په تړاو بايد ددفاع،کورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت عمومي رييس يادې جرګې ته  ور وغوښتل شي.

د مشرانو جرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديار، په وروستيو دوه اوونيو کې په هېواد کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې زياتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او دغه کار يې خطرناک وباله.

هغه زياته کړه، په امنيتي ځواکونو کې د غوره مديريت نه شتون او وظيفوي بې پروايي د دې لامل شوي چې له امله يې د هرې ورځې په تېرېدو سره د امنيتي ځواکونو مرګ ژوبله زياته شي.

د مشرانو جرګې لومړي نايب د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د حکومت د سولې طرحې ته په اشارې سره وويل: “له طالبانو سره د حکومت د سولې طرحه موږ ټولو ته هيله بښونکې ده، خو دغه کار بايد د جګړې په ډګر کې زموږ د امنيتي ځواکونو د روحيې او انګېزې د کمزورتيا لامل نه شي، حکومت بايد په روښانه ډول جګړه او سوله واضح کړي، څو له کوم ستر خطر سره مخ نه شو.”

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار د ناستې په پاى کې وويل: “سربېره پر دې چې امنيتي ځواکونو د ژمي په پيل کې ژمنه کړې وه چې وسله وال مخالفين به ځپي، خو دوى پر خپلو ژمنو عمل ونه کړ او دا دى اوس له پسرلي وړاندې د مرګ ژوبلې شاهدان يو.”

هغه زياته کړه: “راتلونکې اوونۍ درې واړه امنيتي مسوولين راوغواړئ، څو د امنيتي ځواکونو له مرګ ژوبلې د مخنيوي او وسله والو مخالفينو د بريدونو د شنډولو لپاره د خپلو پروګرامونو په اړه سپيناوى وړاندې کړي.”

په پايله کې مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې پرېکړه وکړه چې د ملي دفاع وزير طارق شاه بهرامي، د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک، د ملي امنيت عمومي رييس محمد معصوم ستانکزى عمومي ناستې ته راوغواړي، څو د وروستيو امنيتي پېښو په اړه سپيناوى وکړي.

مشرانو جرګه

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .