مشرانو جرګه: ناټو دې د افغانستان د جګړې ختمولو لپاره هڅه وکړي

۲۰ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۱۰ ب.ظ -

د مشرانو جرګې غړي د حکومت د مشرانو ترمنځ د مخالفتونو پر حل د ټينګار تر څنګ، تر ۲۰۲۴ کال پورې له افغان ځواکونو څخه د ناټو له ملاتړ څخه هرکلی وکړ او له دغه سازمان څخه يې وغوښتل چې په افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره دې هڅه وکړي.

د ناټو سازمان پرون اعلان وکړ چې له افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ تر ۲۰۲۴ کال پورې تمديدوي.

د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې د ناټو دفاع وزيرانو د غونډې له ختمېدو وروسته په يوه خبري ناسته کې ددې مطلب د بيانولو ترڅنګ وويل، ډاډه دی چې د ناټو مشران به په جولای مياشت کې تر ۲۰۲۴ زېږديز کال پورې له افغان ځواکونو د تموېل تمدېدېدو په اړه د ناټو مشرانو په راتلونکې ناسته کې موافقه وکړي.

د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې ددې موضوع په اړه بحث وشو.

په مشرانو جرګه کې د کندوز د خلکو استازي مولوي عبدالله قرلق له افغان ځواکونو څخه د ناټو سازمان د ملاتړ د هرکلي ترڅنګ وويل:” د افغانانو لپاره د جګړې ختمېدل مهم دي، دوی دې هڅه وکړي چې په افغانستان کې جګړه ختمه شي.”

نوموړي د ناټو له سازمان څخه وغوښتل چې بايد په افغانستان کې د جګړې ختمېدو او ارامۍ په فکر کې واوسي، نه په سيمه کې د خپلو اوږدمهال موخو په تطبيق پسې.

په مشرانو جرګه کې د غزني د خلکو استازي محمد رحيم حسنيار هم له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ په اړه د ناټو سازمان پرېکړې په اړه وويل:”ناټو دې له افغانستان سره په خپلو همکاريو کې رښتينې واوسي او ددوی همکاري دې د روان وضعيت په تناسب و اوسي، واقعيتونه دې درک کړي څو افغانان تر دې ډېره قرباني ور نه کړي.”

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل چې افغانان په اوسنيو شرايطو کې د ناټو مالي او تخنيکي مرستو ته اړتيا لري، خو له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ تر څنګ دې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره کار وکړي، ځکه د هغه په وينا، د افغانستان جګړه پوځي حل لار نه لري او بايد په افغانستان کې د جګړې ختمولو او د سيمې هېوادونو د لاسوهنو د بندولو لپاره کار وشي.

د حکومت د مشرانو اختلافونه

ولسمشر پرون د يوه حکم په صادرولو سره د اوبو او انرژۍ وزير علي احمد عثماني له دندې څخه لرې کړ، خو اجراييه رياست د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې له چين څخه د ولسمشر تر را ستنېدو وروسته به د عثماني د کار د برخليک په اړه د ملي يووالي حکومت له روحيې سره سمه پرېکړه وشي.

اجراييه رياست ويلي، عثماني کولای شي چې تر هغه د اوبو او انرژۍ د وزير په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

د مشرانو جرګې غړي بازمحمد زرمتي د عثماني د ګوښه کېدو په اړه وويل:” د مشرانو اختلافونو خلک اغېزمن کړي، يو يې ګوښه کوي او بل لوری يې د کار پر دوام ټينګار کوي، په اوسنيو شرايطو کې اختلافونه زموږ په ګټه نه دي.”

په مشرانو جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې ګلالۍ اکبري وويل چې په اوسنيو شرايطو کې د عثماني لرې کول او د حکومت د مشرانو اختلافونه د افغانستان په خير نه دي او دغه جنجالونه د خلکو د نهيلۍ لامل ګرځي.

نوموړې د حکومت له مشرانو څخه وغوښتل چې ددغې ستونزې د حل لپاره دې هڅه وکړي او خپل اختلافونه دې حل کړي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزد يار وويل چې د حکومت د مشرانو اختلافونه د هېواد پر عمومي وضعيت ناوړه اغېزه کوي.

هغه زياته کړه:”د حکومت مشران دې د خپلو پرېکړو پايلې درک کړي، اختلافونو ته لمن وهل زموږ په ګټه نه دي، د ملي يووالي حکومت مشران دې خپل اختلافونه يوې خواته کړي او د ملي يووالي حکومت د هوکړې له مخې دې د خپل کاري وخت تر ختمېدو پورې خلکو ته خدمت وکړي.”

د مشرانو جرګې ځينو نورو غړو هم د حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافونو پر حل ټينګار وکړ او ويې ويل چې د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافونه د افغانستان په ګټه نه دي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل:” زه نه غواړم چې په دې اړه خبرې وکړم، ځکه دا ددوی داخلي ستونزه ده، حکومت ګډ دی او حتما به ستونزې وي، کله خپه او کله به خوشحاله وي، موږ يواځې دا ويلای شوو چې خپل اختلافونه دې د خبرو اترو له لارې حل کړي.”

مشرانو جرګه ۱۶

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .