مشرانو جرګې نا امنو سيمو کې د رايه ورکولو مرکزونو پر امنيت ټينګار وکړ

۲۷ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۱۵ ق.ظ -

د مشرانو جرګې يو شمېر غړي د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې بهير له پيله د هر کلي تر څنګ له حکومته وغوښتل چې په نا امنو سيمو کې د رايه ورکولو مرکزونو د امنيت او په ټاکنو کې د فساد مخنيوي لپاره  جدي اقدامات وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان کړى چې په تېرو کلونو کې خلکو ته د رايه ورکولو لپاره وېشل شوي کارتونه اعتبار نه لري او د راتلونکو ټاکنو لپاره د رايه ورکوونکو نوى لړليک د اوسنيو کاغذي تذکرو پر بنسټ چمتو کېږي.

د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو مهال د روان کال د تلې مياشتې په ٢٨مه نېټه ټاکل شوی او تېره ورځ ورته د ولايتونو په مرکزونو کې نوم ليکنه پيل شوه چې دغه بهير به په درېيو پړاوونو کې پلى شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې لومړى پړاو د وري له ٢٥مې نېټې د غويي تر ٢٢ مې نېټې د ولايتونو مرکزونو، دويم پړاو د غويي له ٢٥مې نېټې د غبرګولي تر اوومې نېټې په ولسواليو او درېيم پړاو د غبرګولي تر ٢٢مې نېټې پورې په کليو کې تر سره کېږي.

د مشرانو جرګې ځينو غړو د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې بهير له پيل نه هرکلى وکړ.

د مشرانو جرګې غړي محمد اجان منګل د جرګې په نننۍ ناسته کې وويل چې د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې پيل يو ښه اقدام دى، خو دولت د رايه ورکوونکو له هرو لسو مرکزونو چې په نا امنو سيمو کې په پام کې نيول شوي، يوازې پر دوو  ياد درېيو کنټرول لري، پاتې يې د طالبانو تر حاکميت لاندې دي.

د هغه په خبره، د نوم ليکنې اوسنۍ پروسه کې د رايه ورکوونکو پر تذکره چسپ لګول کېږي چې دا کار بايد ونه شي؛ ځکه چې په دغه کار سره ممکن وسله وال مخالفين هغو کسانو ته ستونزې جوړې کړي چې نوم ليکنه کوي.

منګل وويل: ((د نا امنو سيمو اوسېدونکي غواړي چې ټاکنې په امنه او ازاده فضا کې ترسره شي، څو وکولاى شي چې د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي، که چېرې په دې سيمو کې مخنيوونکي امنيتي تدابير ونه نيول شي، احتمال لري چې د دې سيمو يوازې ٢٠ سلنه اوسېدونکي په ټاکنو کې ګډون وکړي.))

د مشرانو جرګې بل غړي ګل احمد اعظيمي هم د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې پروسې له پيل څخه د هرکلي تر څنګ وويل چې حکومت بايد سر له اوسه د رڼو ټاکنو ترسره کېدو په اړه امنيتي تدابير ونيسي.

د هغه په خبره، حکومت بايد نه يوازې چې د تلې په ٢٨مه نېټه د ټاکنو امنيت خوندي کړي او ډاډمنه فضا رامنځته کړي، بلکې زورواکي او نا مسوول وسله وال بيا هم خلک برمته نه کړي.

د جرګې بل غړي نظر محمد فقيري وويل، که څه هم د ولايتونو مرکزونه او ولسوالۍ د دولت په واک کې دي، خو اکثره کلي د وسله والو مخالفينو په لاس کې دي، له همدې امله به ټاکنې ممکن يوازې تر ښارونو پورې محدودې وي، اطرافو کې ورته زمينه نه ده مساعده او بيا به هم د تېر په څېر جعلي ټاکنې وشي او صندوقونه به ډک کړي.

د مشرانو جرګې يوه غړي جمعه دين ګيانوال وويل چې د ټاکنو پروسه به له فساد ډکه وي، ځکه چې د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې د رايه ورکولو د ١٤ مرکزونو له ډلې يوازې يو مرکز د دولت په کنټرول کې دى.

د هغه په خبره، د دولت وسله وال مخالفين سر له اوسه خلکو ته ګواښ کوي چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړئ. که حکومت د ټاکنو د تر سره کولو لپاره جدي اراده لري، بايد په بېلابېلو سيمو کې د رايه ورکولو د مرکزونو امنيت تامين کړي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار وويل چې مشرانو جرګه د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې پروسې له پيل څخه ملاتړ کوي، خو امنيتي ستونزې او د ټاکنو د شرايطو په اړه د خلکو د پوهاوي ټيټه کچه هغه ننګونې دي چې د دولت، خلکو، عالمانو، مدني ټولنې او ټاکنيزو کمېسيونونو په ګډه همکارۍ بايد حل شي.

د يادونې ده، ولسمشر تېره ورځ د راتلونکو ټاکنو په اړه له نوم ليکنې وروسته د ټاکنو پر روڼتيا ټينګار وکړ او وويل چې په ټاکنو کې د هېچا نا قانونه لاسوهنه د منلو وړ نه ده.

حکومتي چارواکي همدا راز وايي چې د ټاکنو لپاره پر اړينو امنيتي تدابيرو کار کوي.

مشرانو جرګه ۴

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .