مشهوري امریکایی سندرغاړي دریم واده هم وکړ

۲۳ حوت , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۳۲ ب.ظ -

مشهوري امریکایی سندرغاړي جینفر لوپز کوژده وکړه، یاده سندرغاړي جنیفر لوپز  چي د نړۍ له مخکښو هنرمندانو شمېرل کیږي، د خپل پخوانۍ ملګری او د بیس بال ستوری ایلیکس روډریګز سره کوژدنه کړي ده.

 

ایکس پریس نیوز خبري ویپاڼه وایی، چي جنیفر لوپز او د بیس بال ستوری روډریکر د یوه بل سره خپله د دوه کالو د دوستۍ اړیکه د ژوند په ملګرتیا بدله کړه، یادي امریکایی سندرغاړي هم په ټولنیزه میډیا د خپلي کوژدي تائید کړی او د ګوتمۍ په لاس کولو یو تصویر یې ورسره خپور کړی دی او زیاته کړي یې ده، نیکمرغه ده چي د سفر ملګری یې وموند.

دغه امریکایی سندرغاړې جنیفر لوپز ۴۹ کلنه ده او د خپل نوی خاوند او بیس بال ستوری سره یې له تېرو دوو کلونو ملګرتیا درلوده.

د یادولو ده چي یادي سندرغاړي تر دي وړاندې هم دری ځلي  واده کړی و او دوو بچیانو مور هم ده.

۲۴۵ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

تبصره وکړئ

avatar
50

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

  Subscribe  
Notify of