ملاله يوسفزۍ: نړيواله ټولنه دې ميانمار کې مسلمانان وژغوري

۱۷ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۱۴ ق.ظ -

ملاله يوسفزۍ چې د نوبل جايزې ګټونکې ده، پر نړيوالې ټولنې غږ کړی چې ميانمار کې پر مسلمانانو د ظلمونو او تېريو مخه ونيسي.

هغې د میانمیار پر مشرې انګ سانګ سوچي غږ وکړ چې د روهینګیا لپاره غږ پورته کړي.

ملاله به ډېر ژر د برتانیا اکسفورټ پوهنتون کې زدکړې پیل کړي.

_97714225_add0032a-adf7-4f89-9635-0faabd519918

هغې په اکسفورډ کې د خبرو پر مهال په میانمار کې د تاوتریخوالي د خمتولو لپاره د نړیوالې ټولنې غبرګون وغوښت.

“زما په اند موږ د یوې ثانیې لپاره هم دا تصور نشو کولی چې که ستاسو د وګړتوب یا هېواد کې د اوسېدلو حق یو مخ درنه واخیستل شي، نو څه به کېږي”.

۲۰ کلنه ملاله یوسفزي ډېر ژر اکسفورډ پوهنتون کې زدکړې پیلوي. له اکسفورډ فارغ شوي ځینې کسان په نوبل نازول شوي، خو ملاله داسې څوک ده چې دې ادارې ته له تللو مخکې د نوبل ویاړ لري.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .