ملا رسول: د هېواد له لويو پروژو ساتنه مو په لومړيتوبونو کې ده

۲۴ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۳۸ ب.ظ -

د طالبانو د ملا رسول ډلې اوربند ته د هرکلي تر څنګ ويلي چې د هېواد له لويو پروژو ساتنه مو په لومړيتوبونو کې ده.

د طالبانو د ملا رسول ډلې  (د اسلامي امارت عالي شورا) مشر ملا محمد رسول دغه څرګندونې د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت په خپل پيغام کې کړې دي.

هغه په دغه پيغام کې ټولو هېوادوالو ته د اختر مبارکي ورکړې او د روژې په مبارکه مياشت کې د عباداتو قبلېدو دعا کړې ده.

ملا رسول په هېواد کې روانه جګړه او د بهرنيو ځواکونو شتون غندلى او زياته کړې یې ده چې د جګړې قربانيان يواځې عام افغانان دي.

د نوموړي په وينا، د نړۍ ستر قوتونه د افغانستان په خاوره کې زور ازموينه کوي.

ملا رسول د اسلامي هېوادونو له سازمان څخه غوښتي چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتلو کې مرسته وکړي.

دغه راز نوموړي په دغه پيغام کې پر هغو هېوادونو او استخباراتي کړيو غږ کړى چې د نورو هېوادونو جګړو ته دې افغانان نه لېږي.

هغه د کوم هېواد نوم نه دى اخيستى، خو په دې وروستيو کې د ايران له خوا يو شمېر افغانان د سوريې او عراق جګړو ته لېږل شوي دي.

ملا رسول د اختر په ورځو کې د ښکېلو اړخونو د اوربند هرکلى کړى او ټولو هېوادوالو ته يې د دغه اوربند مبارکي ورکړې ده.

نوموړي د خپلې ډلې وسله والو ته سپارښتنه کړې چې د بې ګناه عامو انسانانو له وژنو او ځورونو ځان وژغوري.

ده زياته کړې: ((د افغانستان له ملي نواميسو دفاع  پر موږ واجب ده، اسلاميت او افغانيت راته سره کرښه ده، کله به هم په دغه مورد معامله ونه کړو.))

نوموړي دغه راز د هېواد له اساسي پروژو لکه ټاپي، کاسا يک هزار، د برېښنا او لويو لارو د پروژو ساتنه يې په لومړيتوبونو کې ده.

ملارسول ۲

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .