ملي تدارکاتو کمېسیون د دوه میلیارده افغانیو په ارزښت اته قراردادونه منظور کړي دي

۲۲ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۴:۰۳ ب.ظ -

له ارګه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د  تدارکاتو ملي کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه او په کې د دوه ميليارده افغانيو په ارزښت لاندې قراردادونه منظور شول:

·        د کابل شنې سیمې د ۳۲ امنیتي کمربندونو د چک او کنټرول لپاره د ۱۷ سیټونو امنیتي K9 تدارک؛

·        د کابل شنې سیمې د مسلخ سړک د پوستې د تحکیماتو قرارداد؛

·        د کابل د شپږمې امنیتي حوزې د تحکیماتو قرارداد؛

·        تر بي بي مهرو پورې د قلعه موسی سړک جوړول؛

·        د کابل ولایت د مرغګیران کلي د ۱۴ کیلومتره اوږد سړک جوړول؛

·        له کندهاره تر سپین بولدک پورې د ۴۰ کیلومتره اوږد سړک جوړول؛

·        د فیض اباد ــ بهارک سړک پروژې د څارنې د قرارداد تعدیل او همداراز د مربوطه سړک د ساختماني قرارداد د مودې تمدید؛

·        د ملي اردو لپاره ۶ قلمه کنسرو حلال خواړه.

ملي تدارکاتو کمېسیون په جغلي فرش د غزني ولایت د رشیدان او ناور سړک د جوړولو په اړه د فواید عامې وزارت وړاندیز رد او یاد وزارت یې مکلف کړ چې په قیر فرش د معیاري سړک جوړولو امکانات و ارزوي او غور پرې وکړي.

په عین وخت کې یاد وزارت ته دنده وسپارل شوه، هغه قراردادي شرکتونه چې څو قراردادونه پر غاړه لري، و ارزوي.

پر دې سربېره فواید عامې وزارت ته لارښونه وشوه چې د فیض اباد ـ بهارک په پروژه کې د ځمکې استملاک پورې اړوند موارد  له  ځمکو ادارې او د پروژې امنیتي موضوعات کورنیو چارو وزارت سره حل کړي.

همداراز په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت پر اعاشوي چوکاټي قرارداد هم بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د قراردادونو د تطبیق مدیریت د اړوند وزارت مسوولیت دی او دغه وزارت باید د خپلو چوکاټي قراردادونو تطبیق و ارزوي، قراردادي شرکتونو ته د پیسو د ورکړې موضوع تعقیب او ملي تدارکاتو کمېسیون ته جامع راپور وړاندې کړي.

وروسته ملي تدارکاتو کمېسیون د تفتیشي شرکتونو پر موضوع بحث وکړ او مالیې وزارت یې مکلف کړ چې د دغو شرکتونو د کړنو د ارزونې په برخه کې اقدام وکړي او ملي تدارکاتو کمېسیون ته دې راپور ورکړي.

په دې غونډه کې د تدارکاتو ملي کمېسیون ريیس او غړو، د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون په ګډون ملي او بین المللي څارونکو، د ملي شورا د ملي اقتصاد کمېسیون، له اداري فساد سره د مبارزي پارلماني کاکس، سیګار،  د غوڅ ملاتړ سیستیکا، له فساد سره د مبارزې شبکې او د افغانستان د څار بنسټ څارونکو هم حضور درلود.

تدارکات ملی

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .