ملي لوبډلو ته د لوبغاړو د لار موندنې تګلاره اعلان شوه

۱۴ اسد , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۱:۳۸ ب.ظ -

افغانستان کرکټ بورډ د تخنيکي څانګو ډايريکټر بشیر ستانکزي او د غوراوي کمېټې مشر نوروز خان منګل او د یادې کمېټې غړو عبدالولي امين او احمد شاه سلیمانخېل د یوه رسنيز کنفرانس له لارې ملي لوبډلو ته د لوبغاړو د لار موندنې تګلاره اعلان کړه.

FB_IMG_1533472893299

بشیر ستانکزي په خپلو خبرو کې وویل چې د لوبغاړو د غوراوي منظوره شوې پاليسي به تر دې وروسته په ټولو لوبغاړو عملي شي او د ټاکل شوو حدونو په ترلاسه کولو سره به ملي لوبډلو ته لار مومي. د نوموړي په وينا، که یو لوبغاړی غواړي ملي، الف، ایمرجينګ او نولس کلنو ملي لوبډلو ته لار ومومي نو فزيکي وړتيا (فټنس)، ديسيپلین او د لوبې کولو وړتيا (پرفامنس) یې بايد د ټاکل شویو معیارونو په چوکاټ کې وي. ښاغلي ستانکزي دغه راز زیاته کړه، تر دې وروسته به ملي لوبډلو ته تر ټاکل کېدو وړاندې یوه لوبغاړي په افغانستان کې دننه باید په یوه کال کې شاوخوا ۳۰۰ ورځې د کرکټ سره نږدې پاتې شوی وي چې د کلب، ولايت او زون مسول به يې له ريکارډ سره تاييدوی او همدارنګه پاسپورټ او تذکره به يې د هويت ښودلو ضمانت کوي. د نوموړي په وینا، ۱۷ کلن ځوان لوبغاړي باید د افغانستان تابعیت ولري او پر دې سربېره له ښوونځي د تایید او له روغتون د زوکړې سند ولري. بشیر ستانکزي له لوبغاړو سره د قرادادونو په اړه وویل، اوسمهال په افغانستان کې شپږیزه، غازي امان الله خان (یو ورځنۍ) او احمدشاه ابدالي (څلور ورځنۍ) لوبې لرو، لومړی بايد لوبغاړي په دې سياليو کې د ګډون کولو وړتیا په ځان کې پيدا کړي او تر ګډون کولو وروسته د کورني کرکټ لوبغاړو د قراردادونو د تګلارې پر بنسټ، باید په دوه فارمټونو کې د اعلی درجه  (A grade) ترلاسه کړي او د هر اړخیزې وړتيا تر ښودلو وروسته به د قرارداد اخستو جوګه شي. بشیر پر فزیکي وړتیا د ټینګار ترڅنګ وویل، د یوو یوو (Yoyo) د فټنس د ازمیښت یوه پروسه ده چې د ملي لوبډلې هر لوبغاړی بايد د دغه ازمیښت حد تر ۱۷.۳ پورې ورسوي او د ایمرجینګ لوبډلې لوبغاړي يې بايد تر ۱۷.۱ پورې ورسوي. دغه راز د غوراوي کمېټې مشر نوروزخان منګل په خپلو څرګندونو کې ملي لوبډلو ته د لار موندنې په تګلاره وغږيد او زیاته يې کړه چې فزیکي وړتيا، دیسپلين او وړتيا (پرفامنس) لومړني درې مهم ټکي دي چې دوی يې په پام کې نیسي . نوموړي وویل غواړي الف لوبډله دا ځل ډېره پیاوړې کړي او پردې سربېره هغه لوبغاړي چې له ځانه ښه وړتيا ښيي نو الف لوبډلې ته به ځي او هغه لوبغاړي چې له ملي لوبډلې د خرابې وړتیا او یا هم فزیکي ستونزو (فټنس) یا هم ټپي کېدو پر اساس لرې کيږي نو بیا به ملي لوبډلې ته د بیرته تلو په خاطر الف لوبډله کې ګډون کوي او دغه راز به په کورني (لیست A، شپږیزه او څلور ورځنیو) لوبو کې خپله هر اړخيزه وړتيا ښکاره کوي. نوروز منګل زیاته کړه : ((هغه لوبغاړي چې په ملي لوبډله کې ټپیان کيږي او د اړوندو ډاکټرانو له لوري د شاوخوا ۴۵ ورځو په پار د استراحت وخت ورکول کېږي نو دغه لوبغاړی نېغ په نېغه ملي لوبډلې ته نشي تللی او بايد په الف لوبډله کې خپله وړتيا څرګنده کړي.)) نوروز دغه راز وویل چې نولس کلنې ملې لوبډلې ته به هغه ځوانان غوره کوي چې عمرونه يې تر ۱۹ کلونو کم وي او ایمرجینګ لوبډلې ته به بیا تر ډېره هغه ځوانان غوره کوي چې عمرونه يې تر ۲۳ کلونو کم وي او د نولس کلنو ځوانانو په نړيوالو لوبو کې ښه ځليدلي وي او یا یې په کورنيو سياليو (لیست A، شپږیزه او څلور ورځنیو) کې ډېره ښه وړتيا ښودلې وي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .