ملګري ملتونه:اسراییلو د یوه یرغلګر په شان فلسطنینیان وژلي

۲۸ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۵:۴۹ ب.ظ -

ملګرو ملتونو پر فلسطیني لاریون کوونکو د اسراییلي ځواکونو وروستی تېری په بشپړه توګه یو نامناسب غبرګون وباله .

د بشري حقونو په برخه کې د دغه سازمان کمیشنر زید رعد حسین نن د یوې خبري ناستې پرمهال غوښتنه وکړه، چې په دې اړه دې جدي څېړنې وشي .

هغه د اسراییلو دا چلند د یوه یرغلګر چلند ته ورته وباله او پر شویو تلفاتو یې خواشیني وښوده .

فلسطنیانو څو ورځې مخکې په بیت المقدس کې د اسراییلو لپاره د امریکا د سفارت د پرانیستې پرضد لاریون وکړ، چې اسراییلي ځواکونو یې نیږدې ۶۰ تنه په ډزو شهیدان کړل .

د دې پېښې او سفارت پرانیستو په غبرګون کې نن ترکیه د اسلامي همکاریو سازمان د فوق العاده غونډې کوربه دی .

افغان ولسمشر اشرف غني هم په دې غونډه کې برخه لري .

za

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .