ملګري ملتونه: د ټاکنو د امنيت مسؤلين افغان امنيتي ځواکونه دي

۱۹ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۲:۵۸ ب.ظ -

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې له امنیتي ستونزو سره سره دې افغان امنیتي ځواکونه د ولسي جرګې د را روانو ټاکنو لپاره داسې شرایط رامنځ ته کړي چې ډېری افغانان په ټاکنو کې ګډون وکړی شي.

 د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یا ماموتو ویلي، د افغانستان امنیتي ځواکونه بشپړ مسوول دي چې د ټاکنو لپاره امنیت برابر کړي.

takchpa

یاماموتو دغه راز ویلي، ګواښونه باید ددې سبب نه شي، چې افغانان د خپلو استازو د غوره کولو او د خپل هېواد د راتلونکې د جوړولو لپاره له دغې پروسې بې برخې کړي.

یوناما ټینګار کړی چې افغان امنیتي ځواکونه د لومړي ځل لپاره د ټاکنو بشپړې امنیتي چارې سمبالوي نو ورته پکار ده چې خپل سیاسي بې پرې والی وساتي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .