ملګري ملتونه: له کوریا سره خبرو کې بشري حقونه مه هېروئ

۲۱ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۴۰ ب.ظ -

د شمالي کوریا لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې ځانګړي استازي توماس اوجیا کوینتانا غوښتنه کړې، چې له دغه هېواد سره د سولې خبرو کې باید بشري حقونه له پامه ونه غورځول شي .

نوموړي دا څرګندونې ترهغې وروسته کړي، چې پرون د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا د ولسمشر  ترمنځ په  نیږدې راتلونکي کې د مخامخو خبرو خبر ورکړل شو.

شمالي کوریا پردې سربېره چې له نړۍ سره د خپل اټومي پروګرام پر سر ناندرۍ لري، د نړیوالو بشري ادارو لخوا د بشري حقونو په پراخ نقض هم تورن دی .

SAA

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .