ممثل د مسلکي لارښود ملتيا ته اړتيا لري

ليكوال: ليکوال : جان محمد (صالح) ۲ میزان , ۱۳۹۳ ,ساعت ۲:۰۴ ب.ظ -

له ډېره وخته مي سودا وه چي زموږ د ټولني د ممثلينو د ځينو اړتياوو په اړه څه وليکم، مګر پلمه مي نه وه ورته پيدا کړې. تېره اوونۍ مي د کندهار په يوه اوونيزه چاپي خپرونه کي د کندهار د يو محلي ممثل مرکه لوستله. نوموړي په خپله مرکه کي ويلي وو چي لوی آرمان يې دا دی چي د کندهار ممثلين په مسلکي ډول وروزل سي. ده ويلي وو، که ډېري پيسې پيدا کړي، يوه برخه به يې د بېوزلو پر لاسنيوي او بله به يې د تمثيل د ډګر د فعالانو پر مسلکي روزني ولګوي. دغه ممثل په خپله مرکه کي دا وضاحت نه و ورکړی او نه هم خبريال ځني غوښتي و، چي د ده مطلب د ممثلينو له مسلکي روزلو څخه څه دی. آيا د ده موخه دا ده چي زموږ ممثلينو ته د تمثيل تخنيکي مهارتونه وروښوول سي او که خبره بله وه. زه له دغه ممثل ورور سره په دغه وړانديز کي په مشروط ډول همږغی يم، خو زه غواړم چي وړانديز مي ټولني ته واضح او روښانه واوسي. همدا راز غواړم واضح کړم چي آيا زموږ ممثلين يوازي له تخنيکي پلوه مسلکي روزني ته اړتيا لري او که د تمثيلي فعاليت پر مهال د مسلکي او علمي لارښوونکو ملتيا او لارښووني ته اړتيا لري. ممثلين د ټولني هغه قشر دی چي د خبريالانو په څېر په ټولنه کي نژدې له ټولو علمي، مسلکي او غيرعلمي او غيرمسلکي مسايلو ټولو سره سروکار لري. دوی کله د روغتيا په سکټور کي لګيا وي تمثيل کوي، کله د يو اقتصادي ماهر په رول کي راڅرګندېږي، کله د يو ديني عالم رول لوبوي او کله بيا د ښوونکي په بڼه پر سټېج راښکاره کېږي او يوه تعليمي موضوع د تمثيل په ژبه تر خلکو پوري رسوي. په داسي صورت کي نو اړتيا وي چي زموږ ممثلين بايد حتماً مسلکي لارښوونکي ولري او دا لارښوونکي بايد تل ورسره مل وي.

ليکوال : جان محمد (صالح)

ليکوال : جان محمد (صالح)

د هري موضوع په اړه چي دوی تمثيل کوي، هغه بايد لومړی د اړوند سکټور د ماهر لارښود له خوا په علمي او مسلکي ډول پلان سي، ده ته وروښوول سي او د پياده کولو پر مهال يې هم مل واوسي. دا خو ممکنه نه ده چي ممثل دي په هره برخه کي علماً مسلکي واوسي، خو دا آسانه ده چي له يو ممثل سره په هره برخه کي علمي مسلکي لارښوونکي واوسي. د ممثلينو لپاره د لارښوونکو اړتيا فوق العاده زياته ده. په تېره بيا زموږ په ټولنه کي چي زياتره ممثلين مو د ټولني د ځينو نورو فعالانو په توګه د زياتره هغو چارو په اړه آن لومړني علمي معلومات لا نه لري چي دوی يې په اړه تمثيل کوي. د مثال په ډول، که موږ وغواړو چي په کندهار کي يو تمثيلي پارچه جوړه کړو او په دغه تمثيل کي په کندهار کي د خپل هيواد د قوانينو او طرزالعملونو مطابق د محاکمې يو جريان په مسلکي ډول راونغاړو، زه فکر کوم دا ناممکنه ده. دا ځکه چي موږ نه يو ممثل لرو چي د عدلي او قضايي چارو په اړه مسلکي معلومات ولري او نه د ممثلينو داسي لارښوونکی لرو چي هغه دي د محاکمې جريان په علمي ډول د قضاء او څارنوالي په مسلکي ژبه طرح او ممثلين رهبري کړي چي په سمه توګه يې عملي کړي. کله چي دا ډول کسان نه وي، نو بېله شکه چي زموږ د دغه تمثيلي پارچو د مثبتو اغېزو پر ځای به يې د منفي اغېزو پله درنه وي. امکان لري ممثل د دغه مسلکي تمثيل پر مهال زياتره افعال او اقوال په غيرمسلکي ژبه وکاروي او دا به پر ځای د دې چي زموږ د محاکمې پر يو جريان مسلکي نقد يا لارښود وي، دا به يې سپکاوی وي. زه دغو حساسو مسايلو ته په پام سره فکر کوم چي موږ د ممثلينو يوازي تخنيکي روزني ته اړتيا نه لرو.

تمثيل خو طبيعي هنر دی او دا هنر په ځينو کسانو کي په طبيعي ډول پروت وي. که موږ دا هنر تنبيه کړو او که يې نه کړو، دا راڅرګندېږي. خو که موږ وغواړو چي يو داسي څوک چي هغه له طبيعي پلوه د تمثيل د هنر وړتيا ونه لري، کله به يې هم په پوهنتوني او تخنيکي زده کړو باندي ممثل نه کړو. له تخنيکي زده کړو څخه مي مطلب دا دی چي د دغه ډول زده کړي پر مهال ممثلينو ته د تمثيل مهارتونه ښوول کېږي. دوی ته دا ښوول کېږي چي د ژړا د رول پر مهال څنګه وژاړي، د خندا د رول پر مهال څنګه وخاندي، څنګه طبيعي رول اداء کړي، څنګه د يو ناروغ په بڼه راښکاره سي، څنګه د يو معتاد په رول کي راښکاره سي، څنګه کښېني او څنګه ولاړ سي او په کوم انداز وږغېږي، خو مسلکي روزنه بيا دا ده چي يو ممثل چي د تمثيل په برخه کي طبيعي وړتيا ولري، نو په يوه تخصصي برخه کي، مثلاً د روغتيا په برخه کي په مسلکي ډول وروزل سي او په راتلونکي کي که هغه په هر ځای او هره تمثيلي صحنه کي راښکاره کېږي، رول به يې د يو ډاکټر وي، نو په دې توګه به هغه مسلکي ممثل وي. خو که چېري زموږ ممثلين لکه اوس په هره برخه کي رول اجرا کوي او اړتيا يې وي، په هره برخه کي د تمثيل فعالان نه وي او يا دا چي ټولنيزو نزاکتونو ته په پام سره يو واقعي مسلکي ډاکټر نه غواړي چي د ممثل په توګه راښکاره سي، په داسي حالت کي يوازنۍ لار دا ده چي د نړۍ د تمثيل معمول خپل کړو او هغه دا چي هر ممثل چي د يوې مسلکي چاري په اړه تمثيل کوي، نو بايد لومړی دا تمثيل د مسلکي کس له خوا طرح او پلان سي، بيا يې په برخه کي ده ته ابتدايي روزنه ورکړل سي، بيا په عملي ډول وروښوول سي او کله چي يې دی اجراء کوي، نو هم اړتيا ده چي دغه مسلکي لارښود ورسره مل واوسي. دغو او نورو مسلکي ټکو ته په پام سره هم ممثل کولای سي چي له خپل کار څخه مطلوبه ثمره تر لاسه کړي او هم به يې په ټولنه کي د فعاليت تاثير له ورايه جوت او معلوم وي. تمثيل به هنرمند کوي، خو طرح، پلان او لارښود به يې مسلکي کس وي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .