منګل: نه غواړم چې ماشومان په ملي لوبډله کې ولوبوم

۲۹ میزان , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۲۵ ق.ظ -

1

له نوروز منګل سره مرکه

مرکه: بهار سمسور

نوروز منګل چې ډېر کلونه د افغان کریکټ اوپنر و او د کریکټ کتاب ورته ویلی شو ځکه چې د کریکټ د ودې او پرمختګ لپاره یې زیاتې خوارۍ کړي دي.

نوروز منګل یو وخت لوبغاړی و، بیا لوبډلمشر بیا لوبغاړی او بیا کپټان وټاکل شو خو وروسته يې له کریکټ لوبې استعفا وکړه او اوس د افغان کریکټ بورډ د غوراوي کمېټې (سلیکشن کمېټې) مشر دی او بهر ته د افغان لوبډلې د لیږلو او ټاکلو مسولیت پر غاړه لري.

که موږ د نوروز منګل پر وړتیا، یا هم د ده پر لاسته راوړنو خبرې پیل کړو نو کتابونه پرې لیکل کیږي.

 له نوروز منګل سره مې د ده پر تېر او راتلونکي او هم د ده پر نوې دنده مرکه کړې؛ تاسو يې لوستو ته رابولم.

سمسور


سمسور : حاجي صیب له دې به يې راپیل کړو چې تاسو یو وخت لوبغاړی بیا کپټان وئ بیا لوبغاړی او بیا کپټان شوئ وروسته بیا د کم وخت لپاره لوبغاړی وئ خو بیا مو استعفا وکړه، اوس د ټاکوونکې ډلګۍ مشر یاست، کوم وخت خوشال وئ؟

بهار سمسور

بهار سمسور

منګل: یاره! که رښتیا درته ووایم زه خو چې لوبغاړی وم په لوبډله کې وم او لوبډله ښه روانه وه خو اوس هم له کریکټ سره نیږدې پاتې یم او اوس هم خوښ یم.

سمسور:  منګل صیب، تاسو دا څو میاشتې کیږي چې د سلیکشن کمېټې مشر ټاکل شوي يئ او لوبډله مو چې انتخاب کړې ښه ځلېدلې هم ده خو ځینې کسان وايي چې ایا دا ښه انتخاب دی چې اصغر ستانکزی د ټولو فارمټونو شل اوریزه، پنځوس اوریزه او هم ټېسټ کریکټ لپاره کیپتان وي؟

منګل : مننه دا چې زموږ لوبډله ښه ځلیږي دا نو زموږ د لوبغاړو خوارۍ او هلې ځلې دي، رابه شو کپټان ته؛ دا خو زموږ د چیرمېن خبره ده چې هغه څوک راولي هغه نو بیا کمیټه ورته ټاکي او بیا کپټان بدلیږي، خو څه چې زما نظر دی زه به دا ووایم چې کپټان اوس زموږ همدا ښه او تکړه کپټان دی، زموږ کریکټ هم دومره پر مخ نه دی تللی چې موږ دې د هر فارمټ لپاره نوی ټيم او نوی کپټان ولرو، پکار نه ده چې نوې تجربې وکړو او خدای ج مه کړه چې هسې نه دا لاس ته راوړنې مو په اوبو لاهو شي اوس نو دا مشر ښه روان دی، خدای مه کړه که چېرته موږ لوبې بایلو بیا نو کریکټ بورډ تصمیم نیسي چې اوس څه باید وکړو! نو د همدې لپاره مو یو ځوان لوبغاړی راشد خان د کپټان اضغر مرستیال وټاکه څو هم زده کړه وکړي او هم راتلونکي ته اماده شي خو اوس به زیاتې تجربې نه کوو.

سمسور: ښه دا د راشد خان خبره مو وکړه رښتیا ده راشد خان په افغان کریکټ کې یوه نوې سا وچلوله، دلته یو سوال چې له ما سره دی هغه دا دی چې موږ هر وخت ښه بالران پیدا کوو، خو زموږ د بېټېنګ اړخ ته که ګورو هر وخت سره له دې چې زیات روزونکي راغلل، لاړل بیا هم زموږ د بېټېنګ ستونزه حل شوې نه ده، که له تاسو وپوښتو چې علت به يې څه وي؟

منګل: رښتیا هم دغسې ده چې په کریکټ کې سخترین کار چې دی هغه بېټېنګ دی ځکه کله چې بېټسمېن اوټ شو بیا اوټ دی بیا چانس نه لري، او بالر چې دی هغه زیات چانس لري بالر یانې شپږ باله لري که شپږ بالونه څلور شاټونه هم شي خو بیا هم د وېکټ اخېستو چانس لري، خو د بېټېنګ سکیلز باید زیات فوکس ولري، خو دا ستونزه یوازې د افغانستان سره نه ده دا له هر هېواد سره شته، کله چې ښه بېټ شوی نو بالرانو بیا ښه بالېنګ ندی کړی دی.

زه به ستر عامل هغه تخنیک باندې وبولم چې زموږ لږ د تخنیک څخه ستونزه لرو، نو افغان کریکټ بورډ تخنیکي اداره په دې هلو ځلو کې ده چې هغه د ځوانو لوبغاړو لپاره تکړه روزنکي چې هغه په تخنیکي لحاظ پوره غښتلي وي راويې غواړي او د روزونکي په حیث يې په دنده وګوماري.

سمسور : حاجي صیب! د ویسټينډيز په سفر کې د افغانستان له لوري په شل اوریزه لوبه کې یو څه ښه و خو په یو ورځينیو لوبو کې زموږ بېټېنګ ډېر ضعیف و د دې علت ستاسو له انده څه ؤ؟

منګل: که ووایم دا زموږ لپاره غټ سفر و زه به دا ووایم چې د هر ټيم یو قوي اړخ وي د ویسټينډيز قوي نقطه د دوی فاسټ بالېنګ و او هغوی به موږ په تېز بالېنګ کې را ایثار کړو، او بل دوی به ښه ښه شاټپېچ کول خو موږ به بیا سپېن بال قوي و هغوی که وکتل شي په دایره کې به يې شاټ پېچ بالونه زیات کول، نو زه به دا ووایم چې زموږ لوبغاړي نوي له پاس ټيمونو سره مخامخ شوي دي، موږ به دا لوبې کوو، دا به ګټو او بایلو، بیا به مخکې ځو، کله چې دا ډول مخکې ځې زیاتې لوبې به بایلې بیا به مخکې ځې او وروسته به موږ په دې کار کوو چې څه ډول موږ مخکې ولاړ شو.

سمسور: سمه ده، حاجي صیب! موږ به دا نه وایو چې ویسټينډيز څخه دې موږ سويپ سریزونه ګټلي وای ځکه هغې ته زیات وخت او زیات مزل پاتې او په کار دی، خو دا د شاټ پیچ مسله که وګورو د ۲۰۱۰ کال راهیسې موږ د دغه بال له لوبولو سره ستونزه لرو، سره له دې چې پیاوړي روزونکي له اسټرالیا، پاکستان او هندوستان څخه موږ درلودل خو بیا هم دغه ستونزه حل نه شوه ولې تر اوسه موږ له دغې ستونزې سره لاس او ګرېوان یو؟

منګل: بیشکه، دا طبيعي خبره ده که تاسو چمپین ټارپي لوبې کتلې وي د اروپا والا به اسیایې ټيمونو ته شاټ پېچیز بالونه کول، نو په اسیا کې داسې بونس وېکټې نشته، نو موږ بیا هم همدې خبرې ته راځو چې خامخا به دغه ستونزه وي او داسې به نه وي چې موږ چې څه ډول په اسیا کې لوبیږو هغه شان به موږ په ویسټينډيز کې یا بل بونس پیچ باندې موږ د اسیا په ډول ولوبیږو، خو زه له هغې وروسته بیا هم له لوبغاړو سره کېناستم او ورته مې وویل چې دا څنګه خبره وه، دوی وویل چې ممکن چې ما د شاټ بالونو لپاره تیاری نه و کړی نو بیا هم وایم چې څومره چې داسې زیات سفرونه وکړو بیا به هم موږ ډېر څه زده کړو.

سمسور :  بیا هم مننه، حاجي صیب! که راشو دې ته چې لوبډلې ته د ځوانو لوبغاړو راتګ او سلېکشن تاسو کومو ټکو ته په پام سره کوئ؟

منګل: بالکل؛ پخوا به داسې وه چې په ولایتي  سیالیو کې به چې چا سل رنزه وکړل هغه به ټيم ته راتلو یا به يې په شپږیزه کې ډېرې شپږیزې یوه، دوه ووهلې هغه به ټيم ته راغی خو بیا به يې چې په بهر کې یو دوه رنزه ونه کړل نو بیا به خلکو ورپسې خبرې کولې، اوس موږ په پام کې نیولې چې زموږ داخلي کریکټ زیات پیاوړی وي، د دوی باید فېټنېس زیات جوړ وي باید پوره بیا ولوبیږي.

 اول باید ولایتي کریکټ پاس کړي بیا به زون ته راځي بیا به ملي ټيم ته نه راځي، بیا به ایمرجېنګ لوبې کوي لکه اوس چې موږ زیمباوبې ته ټيم لیږلی و، څومره ښې لوبې يې وکړې، دا د دې لپاره چې کله هم دوی ملي ټيم ته راځي دوی باید دومره تکړه شوي وي چې په ملي ټيم کې دوی ته بیا دا دورونه ښايې چې بېټ داسې نیول کیږي، داسې بال باندې راځه او … دوی باید له دې ځایه پوره لوبغاړی جوړ کړي او ملي ټيم ته به بیا دا نه وي چې هلته يې زده کوي.

سمسور: ښه دا نو پوره پلان لرئ خو په ځوانو لوبغاړو کې داسې کوم نومونه دي چې تاسو ته يې زیاته هیله درکړې ده چې هغوی به د هېواد لپاره یوه ښه اینده لري؟

منګل: رښتیا هم زه به ووایم چې شاهد مندوزی، فضل نیازی، دروېش رسولي دې چې په نولس کلنو کې لوبه کوي، همداسې زیات نور لوبغاړي دي چې زه په هغوی کې دا ځای وینم چې دوی به پاس راشي.

سمسور: ښه نو حاجي صیب! یو نوم درنه پاتې شو احسان منګل نه غواړې چې نوم يې یاد کړې که بله خبره ده؟

منګل : هههههه خو که اوس مې نومونه درته پیل کړل نو بیا به رانه ستړی شې دا نو تاسو ته بهتره معلومه ده چې دوی رښتیا استعداد لري.

سمسور: خو حاجي صیب! دا د احسان اړوند پوښتنې چې له موږ څخه زیاتې کیږي غواړو چې اوس يې له تاسو مطرح کړو، احسان ټيم ته راغی پداسې وخت کې چې لوبډله په پرېشر کې وه دوه لوبې يې بایللې وې احسان ته د اوپنېنګ ستر بوج ورپه غاړه شو هغه بیا په شل باله سفر اوټ شو بیا هغه څوک چې د کریکټ په تخنیک نه و خبر ویل يې چې احسان څه زده نه دي، خو کله چې موږ د ویسټينډيز سفر لپاره چې شهزاد محمدي هم نه و نجیب تره کی هم نه و بیا هم احسان وانه اخیستل شو پداسې حال کې چې عثمان غني هم ښه ونه لوبیده علت يې څه دی؟

منګل: کله چې موږ ټيم انتخابوه ما وویل چې د ویسټينډيز سفر حق د تجربه کاره او پخوانیو لوبغاړو دی، حق يې دی او نه غواړم چې ماشومان ټيم ته واچوم او بیا يې د ذهني ستونزې ښکار کړم، کله چې ټيم ته څوک راځي هغه باید ډېر تکړه وي جاوید احمدي زموږ د نولس کلنو مشر و ښه تجربه کار لوبغاړی دی، او بیا د ویسټينډيز خلاف ښه ځلیدل او لوبیدل دا غټه خبره وه، خو کله چې سینیر لوبغاړي ښه لوبه نه شي کولی بیا نو دوی ته وایو چې ستاسو شاته تکړه ځوانان دي بیا باید ځای پریږدي خو هڅه دې وکړي چې ځان وښايي کنه بیا ترې ځوانان ځای نیسي.

سمسور: ښه، نو حاجي صیب دا چې یو وخت تاسو په ټيم کې وی کپټان وی کله به چې پاویلین کې ناست وی چاته به مو زیاته تمه وه چې ښه به ځلیږي او اوس چې سلیکټر یې او د خپلې لوبډلې لوبې ګورئ چاته مو زیاته تمه وي؟

منګل: دا نو داسې ده چې موږ خو ټيم ته څوارلس کسان انتخابوو دا چې څوک ښه لوبیږي یا نه ځلیږي هغه نو د لوبغاړو کار دی خو زموږ هر لوبغاړي ته تمه وي چې بیا د ښه لوبه وکړي.

سمسور: ښه حاجي صیب یوه عامه پوښتنه کوم تاسو کلونه کلونه کریکټ وکړ د هېواد لپاره هغه وخت چې تاسو به په خپل لګښت په نهره ګېډه لوبې کولې دا وخت تېر شو اوس افغان کریکټ ورځ تر بلې وده او انکشاف کوي، ستاسو په فکر کې داسې کله کله راګرځيدل چې یو وخت به افغانستان د ای سي سي بشپړ غړی وي؟

منګل: یره، سمسور صیب رښتیا هم زیاتې خوارۍ او زیاتې ستونزې مو وګللې د داسې ورځې هیله مو وه او کله کله به داسې هم کیدل چې زموږ زړونه به هم مات شول خو بیا هم یو ورځ موږ ته د هغه وخت زموږ مشر او کوچ عالم صیب ویل چې یو وخت به تاسو له اسټرالیا، هندوستان او نورو سره لوبې کوی موږ به ورپورې خندل چې دا څه وايي زموږ حالت وګوره او دا خبرې وګوره خو بیا هغه وخت هم راغی او دا دی اوس تاسو د افغان کریکټ پرمختګ په خپلو سترګو ګوری نو دا یوه هیله زموږ وه.

سمسور: حاجي صیب نوروز منګل اوس چې د کریکټ اوردي یا لباس مو پر تن نشته او یو سلیکټر یاستئ داسې کوم ارمان مو په زړه کې پاتې دی چې هغه ستاسو د لوبیز ژوند په جریان کې پوره نه شو؟

منګل: ډېره ښه پوښتنه سمسور صیب کریکټ داسې شی دی چې ارمان پکې نه پوره کیږي خو زما هره هیله پوره شوې ده یوازینی ارمان چې زما په زړه کې پاتې دی هغه دا دی چې د ټېسټ یا پینځه ورځينیو لوبو کېپ ( خولۍ ) مې تر لاسه نه کړه او د ټېسټ لوبې لباس مې پر تن نه کړ دا ارمان مې په زړه کې پاتې دی.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .