مهرزاد: اروزګانۍ مېرمني د ستونزمنو حالاتو را باسم.

۲۳ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۳:۲۸ ب.ظ -
د اروزګان ولایت د ښځو چارو ریاست نوې ټاکل شوې مشره وايي چي په اروزګان ولایت کي به د ښځو برخه کي د پرتو ستونزو حل ته اوږه ورکوي او دا ستونزي به حلوي. نجیبه مهرزاد چي نن یې رسما دنده پېل کړه یادونه وکړه چي دغه ولایت کي به د ښځو زده کړو، اقتصادي ستونزو، دولتي ادارو کي د کاري فرصتونو د پیدا کېدو او نورو کړاوونو برخو ته پاملرنه ډیره کړي. نوموړې وايي د دې ولایت پر ټولو اوسېدونکو ږغ وکړ چي خپلو لوڼو او خویندو ته د دیني او عصري زده کړو ترلاسه کولو اجازه ورکړي. همدارنګه یې د دې ولایت د دولتي جارواکو او عامو خلکو څخه وغوښتل چي د دې ریاست کاري موخو ته د رسېدو برخه کي ورسره مرسته وکړي. له مهرزاد وړاندي د اروزګان ولایت د ښځو ریاست چاري څه باندي اته کاله د دې ریاست مخکنۍ ریسي رڼا سمېع وفا سمبالولې. aviary_1505386808798

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .