موندنې: طالبان د افغانستان پر ۱۴ سلنه وګړو ولکه لري

۲۲ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۵:۰۱ ب.ظ -
طالبان د افغانستان په ۱۴ سلنه خلکو یا ولکه لري او یا هم تر اغېزې لاندي دي.     د امریکا ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په یوه نوي راپور کې راغلي چې په ۲۰۱۶ م کال کې طالبانو ۹ سلنه افغانانو یا ولکه درلوده او یا یې هم تر اغېزې لاندې وو؛ خو اوس دغه کچه ۱۴ سلنې ته لوړه شوې ده. د ستراتيژیکو مطالعاتو مرکز همداراز د طالبانو د تقسیماتو په تړاو هم ځينې تازه موندنې ښکار کړي چې، له مخې یې رهبرۍ د پاکستان په وزیرستان، کويټه او پېښور کې دي. د دغو موندنو له مخې د پاکستان ای اس ای طالبانو او حقاني شبکې ته پیسې، استخباراتي مالومات او ستراتيژیکې تګلارې ورکوي او همداراز ورته روغتیايي اسانتیاوې برابروي. د موندنو له مخې د پاکستان حکومت د طالبانو او حقاني شبکې لوړپوړو غړو ته د اوسېدو او همداراز لوژیستیکي امکانات هم برابر کړي دي. موندنې همداراز په ډاګه کړې، په پاکستان کې د حقاني شبکې او د طالبانو د ځالو نه له منځه وړلو په صورت کې به امریکا و نشي کولای چې په افغانستان کې په کمه کچه هم پرمختګ وکړي. TTTTTTTTTT

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .