مټیس: تر افغان سولې وروسته به د امريکايي پوځيانو پر رول خبرې کوو

۹ عقرب , ۱۳۹۷ ,ساعت ۲:۲۱ ب.ظ -

جېمز مټیس وايي، په افغانستان کې تر سولې وروسته د امريکايي ځواکونو پر رول مشروط بحث کېداى شي.

د امريکا دفاع وزير جيمز ميټس پرون په واشنګټن کې د سولې انسټيټيوټ ته د وینا پر مهال ويلي، په افغانستان کې د سولې تر تړون وروسته به له افغان حکومت سره په همغږۍ د امريکايي ځواکونو پر رول خبرې وکړي.

نوموړي د ډیرو جزییاتو له ورکولو پرته وویل، د امريکايي ځواکونو پر رول په مشروط ډول حالاتو ته په کتو بحث کېداى شي.

download (1)

هغه دغه راز ويلي، د افغان سولې لپاره نوي ټاکل شوي استازي زلمي خليلزاد د سولې او ملي پخلاينې په موخه سختې هڅې پيل کړې دي او دا هڅې د امريکا د سوېلي اسيا د تګلارې يوه برخه ده.

(1)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .