مټیس: طالبان اوس د سولې خبرو لپاره ډېره لېوالتیا لري

۲۱ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۰۹ ق.ظ -

امریکا د خپلو سرتېرو د ساتلو لپاره پر افغان ځواکونو کنټرول زیاتوي.   د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس ویلي، د سیمه ییزو پولیسو په ګډون د هغه پولیسو کچه زیاتوي چې پلټنه وکړي او مالومه کړي چې کوم افغان سرتیري سخت دریځه دي او یا هم هوډ لري چې پر بهرنیو سرتیرو برید وکړي. جېمز مټیس همداراز ویلي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره له طالبانو بېلا بېل پیغامونه ترلاسه کوي. مټیس ویلي، طالبان له پخوا څخه اوس د سولې خبرو لپاره زیات لېواله دي. هغه د سلاکار په توګه د زلمي خلیلزاد ټاکل ستایلي او دغه ګام یې ښه کار بللی دی.
MATTIS

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .