مکروني د ښځو روغتیا ته زیان اړوي

۱۰ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۴۱ ق.ظ -
یټالیایي روغتیا پالان وایي چې مکروني د ښځو لپاره ګټور نه دي، دوی دغه خبره د هغې څېړنې پر اساس کوي چې په روغتون کې یې د ناروغو ښځو په اړه ترسره کړې ده. هغوی وایي، له څېړنو داسې معلومېږي چې مکروني د نارینه و په نسبت ښځو ته خطرناک دي؛ ځکه دغه خواړه په ښځو کې د زړه ناروغي رامنځته کوي. روغتیا پالان زیاتوي چې د مکرونیو خوړل په ښځو کې د وینې د رګونو اختلالات پیدا کوي. دغو څېړونکو همدا راز څرګنده کړې ده چې د مکرونیو خوړل د ښځو په بدن کې د غوړینو غوټو پیدا کېدو لامل کېږي او هغه مکروني یې تر ټولو خطرناک بللي چې له سپینو اوړو څخه جوړ شوي وي. ژباړه: حمیدالله حمیدي 9c4b35bc9e8cefd64c14ed3739289d8c-624x330

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .