مینه نه مري، د یوه ایټالوي بوډا د مینې کیسه ولولئ !

۲۰ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۷:۳۸ ق.ظ -

په ايټالیا کې ګڼو خلکو پر خواله رسنیو د هغه بوډا سړي په اړه بحثونه پيل کړي، چې هر سهار د خپلې مړې شوې مېرمنې له تصویر سره د سمندر غاړې ته ځي .

دغه عکس د ایټالیې د کورنیو چارو وزیر ماتئو سالویني هم اغېزمن کړی . هغه هم پر خپلې ټویټرپاڼې له دغه سړي سره خواخوږي ښودلې ده .

دغه عکس د ایټالیې د مرکز په ګائتا ښار کې اخیستل شوی .

یاد شوی عکس په خواله رسنیو کې ډېر شیرشوی او د ایټالیې په یوې ګرمې مسئلې بدل شوی دی .

د دغه بوډا سړي په اړه ویل شوی، چې مېرمنه یې ۷ کاله مخکې مړه شوې .

دا بوډا سړی ۷۰ کلن دی او اوس هر سهار د مېرمنې له عکس سره د سمندر غاړې ته ځي او د هغې یادونه تازه کوي .

دغه بوډا سړي ویلي، چې مېرمنه یې «آیدا» نومیده او ده د ۱۶ کلنۍ پرمهال لیدلې وه .

دوی په ۱۹۶۹ کې واده کړی و، خو مېرمنه یې د ناروغۍ له کبله په ۲۰۱۱ کې مړه شوه ..

د آیدا د ژوند ملګری جوزیه جوردانو وایي، که مېرمنه یې مړه شوه، یادونه یې نه مري

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .