میوند د اروزګان د فوټبال د غوره لیک اتله سوه

۱۵ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۳:۵۷ ب.ظ -
د فوټبال دغه سیالۍ چې په مرکزترینکوټ کې ۲۰ ورځي مخکې پیل سوي وی، د میوند فوټبال لوبډلي په بریا پای ته ورسیدی. مسوولین وایې، د اتو لوبډلو ترمنځ دیادو سیالیو څخه موخه د اروزګان د غوره لیک لوبډلي غوراوی دی. د اروزګان د فوټبال فدراسون مشر میرزا محمد امیزي وویل، د غوره لیک سیالیو دغه ټورنمنټ شل ورځي مخکې د ولایت په مرکز ترینکوټ کې پیل سوي ،چې نن پای ته ورسید او اتو لوبډلو په دو ګروپونو کې د یو او بل پر وړاندې ولوبیدلی. امیرزی وایې،په دغو سیالیو کې میوند لومړی ، اتفاق دوهم او رحیمي لوبډلي دریم مقام ترلاسه کړ. دفوټبال فدراسون مشر وایې، دیادو سیالیو څخه موخه د یوکال لپاره د فوټبال د غوره لیک لوبډلی ټاکل وه، چې تردې وروسته به میوند د اروزګان د فوټبال لوبډلي په استازولۍ د هیواد په دننه او بهرکې لوبي وکړای سي. د اروزګان ورزشکاران هم خوښ دي چې دا ډول سیالۍ ورته پر لاره اچول کیږي ترڅو وکولای سي، د هیواد په نورو ولایتونو کې ولوبیږي او بریاوي خپلي کړي. دوی د سوداګرو او مسوولینو هم غواړي چې د ورزش په برخه کې ورته پاملرنه زیاته کړي. Footbal

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .