ناروې: د اوبو په مدیریت کولو کې د افغانستان مرسته کوو

۲۰ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۰۸ ب.ظ -

 ولسمشر غني نن له غرمې مخکې په بروکسل کې د ناروې لومړۍ  وزیرې ایرنا سولبرګ سره په کتنه کې د دوه اړخیزه همکاریو د پراختیا، دسیمه‏ ییزو مسایلو، انکشافي پروژو، د امنیت د تامین  او د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې د ناروې لومړۍ وزیرې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې د ملاتړ ترڅنګ د جمهور رئیس له لوري د اوربند د نوښت د قدردانۍ ترڅنګ وویل، هېواد یې د اوبو د مدیریت او د سولې د مذاکراتو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د ناروې لومړۍ وزیرې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومت جدي اقدامات او د اصلاحاتو بهیر وستایه او ټینګار یې وکړ چې هېواد یې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

جمهور رئیس د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د ناروې ځواکونو له لوري د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې مننه او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ناروې د مرستو او ملاتړ قدرداني وکړه.

جمهور رئیس غني وویل، په حکومت کې د رهبرۍ په بېلابېلو برخو  او د سولې په پروسه کې ښځې رول لري او د سولې مذاکره کوونکي پلاوي کې به هم ښځو ته مهمه ونډه ورکړل شي. هغه زیاته کړه موږ غواړو د اوبو د مدیریت په برخه کې د ناروې له بریالیو تجربو څخه استفاده وکړو.

na

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .