نارینه وو ته د یوې ناواده شوې میرمن پیغام

۲۲ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۰۵ ب.ظ -

149155284275483-irannaz-com

کله چې زما عمر شلو کالو ته ورسید ما لکه د بلې هرې پیغلې په څیر د یو دیندار او خوش اخلاقه ځوان په اړه سوچ کولو، ما د ځان سره فکرونه او ارمانونه کول چې څه ډول به ګډ ژوند کوو او څه ډول به د اولادونو روزنه کوو او…. او ….

زه یوه له هغو پیغلو څخه وم چې د سړي لپاره د څو ودونو مخالفې دي… ما چې به مازې واوریدل چې فلاني دوهمه ښځه کړې په غیر ارادي توګه به مې سړي ته له خولې ښیرا ووتله او وبه مې ویل: که زه د هغې ښځې پر ځای وای نو میړه به مې داسې ایسته غورځولی وای لکه ده چې زه وغورځولم.

ما به له خپل ورور او تره (کاکا) سره همیشه د څو ودونو پر موضوع بحث کاوه.. هغوی هڅه کوله ما ته قناعت راکړي خو زه ډیر سرتنبه وم، نه قانع کیدم.. ما به ورته ویل: هیڅ امکان نه لري چې بله ښځه دې راسره په خاوند کې شریکه شي.

کله نا کله به زه د یو سړي او د هغه د میرمن تر مینځ د شخړې سبب وګرځیدم، ځکه چې سړي به غوښتل بله ښځه وکړي او ما به يي ښځه د هغه په مقابل کې راپاروله او غصه کوله.

ورځې تیریدې، او زه مزعوم خاوند ته منتظره وم، ما ډیر انتظار وایست خو د راتلونکي ژوند ملګری مې وځنډید، خو ما بیا هم انتظار کاوه تر دې چې عمر مې دیرشو ته نږدې شو.

یا خدایه زه اوس څه وکړم؟ ایا له کوره واوځم او د ځان لپاره د ژوند ملګری پیدا کړم؟ زه دا کار نه شم کولای، خلک به وايي چې دا څومره بې شرمه ده، نو څه وکړم؟ د انتظار نه پغیر خو مې نور څه له وسه نه دي پوره؟ یوه ورځ ناسته وم د یوې ښځې نه مې واوریدل چې ویل يي: (په کور ئې سر سپین کړ)، ما له ځان سره وویل چې بېچاره، له واده او خاوند څخه پاتې شوه.. خو… ګورم چې زما نوم اخیستل کیږي!!

یا خدایه دا خو زما نوم دی، زما سر په کور سپین شو، داسې ټکان مې وخوړ چې که هرڅومره يي تاسو ته بیان کړم تاسو يي نه شئ محسوسولی، زه د یو واقعیت سره مخامخ شوې وم، زه د خاوند له ګډ ژوند څخه محرومه شوې وم.

د ځان سره مې فکر کاو ه چې څه وکړم؟ وخت روان دی او ورځې تیریږي، زړه مې غوښتل چیغې کړم چې غواړم خاوند ولرم!.. غواړم د یو نارینه تر سیوري لاندې ودریږم چې زما مرستندوی جوړ شي!.. غواړم ژوند وکړم!.. غواړم د بچیانو مور شم!.. غواړم د ژوند په خوند پوه شم…

یو ځل زما مشر ورور راغی او ويي ویل: نن ستا خواستګاري راغلې وه خو ما ځواب کړه، بې اختیاره مې له خولې ووتل: ولې؟ تا باید داسې نه وای کړي.

ما ته يي وویل: هغه بل واده هم درلود او زه پوهیدم چې ستا له بن څخه ډیر بد راځي. زه نږدې وم د هغه پر وړاندې نارې کړم: ولې دې ورسره موافقه نه کوله؟!.. زما خوښه ده چې دوهمه یا دریمه او یا هم څلورمه ښځه وم!..

زه اوس د الله جل جلاله د هغه امر په حکمت پوهه شوم چې د یو سړي لپاره يي ولې څو ښځې روا ګرځولي. دا فقط یو حکمت وه چې ما ته يي قناعت راکړ، نور به لا څومره حکمتونه ولري؟.. ای خدایه ما ته بخښنه وکړې زه نه پوهیدم.

زه غواړم نارینه وو ته پیغام ورسوم او تاسو ته وایم: ګڼ ودونه وکړئ.. یوه ښځه وکړئ او دوهمه وکړئ بیا دریمه او ورپسې څلورمه وکړئ.. خو په یو شرط چې د نفقې او ساتنې قدرت ولرئ او په عدل ډاډمن یاست. مونږ د بې واده توب له اوره وژغورئ.. مونږ هم ستاسو په شان انسانانې یو.. حواس لرو.. او دردیږو.. زمونږ پرده وکړئ.. زمونږ په حال ورحمیږئ.

همدا راز خپلې مسلمانې واده شوې خور ته هم پیغام لرم… د الله جل جلاله څخه د دې نعمت شکر ادا کړه.. تا د یوازي توب اور نه دی لیدلی.. که میړه دې غوښتل بل واده وکړي هیله کوم چې غصه نه شې.. په وړاندې يي خنډ ونه ګرځې بلکې نور يي هم وهڅوې.. زه پوهیږم چې دا به په تا دروند تمامیږي خو د الله جل جلاله په نزد به اجرونه وګټې.. د خپلې مسلمانې بې واده خور حال ته وګوره.. د کونډې حال ته نظر وکړه.. ایا د خدای نه بغیر بل څوک لري؟ داسې يي وګڼه لکه خپله خور دې.. او امید دی چې الله جل جلاله به تا ته د صبر په بدل کې ستر اجر درکړي.. ته به دا وایې چې خو یو مجرد به پیدا شي او واده به ورسره وکړي.. خو زه وایم چې ته د نړۍ نفوس ته وګوره، د ښځینه وو شمیر تر نارینه وو ډیر زیات دی، او که چیرې هر سړی یوه یوه ښځه وکړي نو اکثره ښځې به بې واده پاتې شي، یوازې د ځان په باره کې فکر مه کوه.. زمونږ په باره کې هم فکر وکړه.. باور وکړه چې زه کله یوه ښځه او سړی ووینم چې دواړه ګډ روان وي.. زړه مې غوڅ غوڅ شي.. زړه مې له هیجانه ډک شي.. خو.. هیڅ فایده نه کوي..

والسلام

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .