ناسم امنیت د راتلونکو ټاکنو لپاره ستر ګواښ دی

۲۴ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۴۰ ق.ظ -

د ټاکنو خپلواک کميسيون، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو د مالي ملاتړ لپاره د حکومت او نړيوالې ټولنې له ژمنې هرکلى کړى، خو وايي چې لا هم په هېواد کې شته نا امني د ټاکنو پر وړاندې ستر ګواښ دى.

د ټاکنو خپلواک کميسيون عملياتي مرستيالې وسيمې بادغيسۍ ویلي، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې به د کاغدي تذکرو له مخې چې تر ټولو غوره کار دى، ترسره شي او اټکل کېږي چې د ټاکنو پر ترسره کولو له ٧٠ تر ٩٠ ميليون ډالره بوديجه ولګول شي.

هغې د دې خبرې په څرګندولو سره چې د تېرو ټاکنو په پرتله د راتلونکو ټاکنو لپاره اټکل شوې بوديجه کمه ده، وويل چې د ټاکنو ٩٠ سلنه بوديجه نړيواله ټولنه او ١٠ سلنه د حکومت له لوري ورکول کېږي چې په دغه برخه کې ژمنه هم شوې ده.

بادغيسۍ د رايه ورکوونکو د نوملړ برابرولو لګښت شاوخوا ٢٩،٤ ميليون ډالره وباله او ويې ويل، د رايه ورکوونکو نوملړ چمتو کولو بوديجه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان څانګې په همکارۍ د نړيوالو بنسټونو له لوري ورکړل شوې ده.

د ټاکنو خپلواک کميسيون عملياتي مرستيالې د خبرو په دوام کې وويل: “همدا اوس هم دوبۍ کې د يوه شرکت له لوري د رايه ورکوونکو د نوملړ چمتو کولو کتاب د تدوين په حال کې دى او پيسې يې له هغې بوديجې ورکول کېږي چې د نړيوالو بنسټونو له لوري مرسته شوې دي.”

ورته مهال د ټاکنو خپلواک کميسيون کمېشنر سيد حفيظ الله هاشمي، ناامني د ټاکنو پر وړاندې يو سخت ګواښ وباله او ويې ويل: “د رايې ورکولو مرکزونو د تثبيت پر مهال شاوخوا ٣٠ ولسوالۍ د حکومت له حاکميت بهر وې او وروستۍ احصايه ښيي چې دغه شمېر ٤٠  ولسواليو ته رسېدلى او امکان لري چې د ټاکنو ترسره کولو ورځې پورې نورې ډېرې سيمې د وسله والو مخالفينو له لوري ونيول شي.”

نوموړي له امنيتي ارګانونو سره د ټاکنو خپلواک کميسيون د هوکړه ليک لاسليک ته په اشارې سره وويل، د ياد هوکړه ليک پر بنسټ، امنيتي بنسټونه به د مرکزونو او هغو ځايونو امنيت ټينګوي چې د نوم ليکنې لړۍ په کې دوام ولري.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې امنيتي بنسټونو کميسيون ته ډاډ ورکړى چې له ټاکنو وړاندې د ټاکنو په ورځ به د رايې ورکولو مرکزونو امنيت ټينګوي، هيله څرګنده کړه چې امنيتي چارواکي دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او هغه سيمې چې د دښمن په ولکه کې دي، د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې کړي.

بلخوا د افغانستان د عادلانه ټاکنو موسسې (فيفا) اجرايي مشر يوسف رشيد وويل، نړيواله ټولنه د ټاکنو ترسره کولو بوديجې ورکړې ته چمتو ده، خو په دې شرط چې د حکومت او ټاکنو خپلواک کميسيون له لوري د ټاکنو ترسره کولو لپاره زمينه برابره شي.

دغه راز نوموړي هم د ټاکنو پر وړاندې نا امني تر ټولو ستر ګواښ وباله او ويې ويل، په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کميسيون کارکوونکي د رايې ورکولو مرکزونو سروې ونه کړى شي، نو کوم داسې تضمين موجود دى چې د دغو سيمو سلګونه اوسېدونکي به په ټاکنو کې ګډون وکړي.

هغه وويل، په تېرو ټاکنو کې د هېواد په سوېلي، سوېل ختيځو او ختيځو ولايتونو کې د ټاکنو نه ترسره کېدو اندېښنې موجودې وې، خو اوسمهال د هېواد لوېديځې، شمال، شمال ختيځې، مرکزي حوزې او د هېواد يو شمېر نورې سيمې چې له دې وړاندې يې هيڅکله ستونزې نه درلودې؛ اوس نا امنه شوې دي چې دا کار هم د سختې اندېښنې وړ دى.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې تر اوسه پورې د ټاکنو د ټينګښت لپاره لومړني ګامونه هم نه دي پورته شوي، زياته کړه: “اړتيا وه چې د وزيرانو په ځانګړي ډول، کورنيو او دفاع چارو وزيرانو، ملي امنيت رييس او په سر کې يې د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر په ګډون يوه کمېټه رامنځته شوې واى او په منظم ډول يې امنيتي پرمختګونه ملاحظه او د ټاکنو په بحث کې يې څېړلي وى.”

هغه وويل: “کميسيون يواځې له امنيتي بنسټونو سره يو هوکړه ليک لاسليک کړى، خو تر اوسه عملي ګامونه نه دي پورته شوي.”

رشيد د دې خبرې په څرګندولو سره چې د ټاکنو ترسره کول به له جدي ګواښونو سره مخ وي، وويل که چېرې پروګرام پخوانيو امکاناتو او تدابيرو ته په پام سره طرح شي، نو د دې امکان شته چې د هېواد ډېرې برخې له ټاکنو حذف شي او ګڼ شمېر هېوادوال به ونه شي کولى چې د رايې ورکولو صندوقونو ته ولاړ شي او د خپلې رايې حق وکاروي.

خو د کورنيو چارو وزارت مرستيال نصرت رحيمي وويل، اوسمهال د هغو سيمو د امنيت ټينګښت لپاره چې ټاکنې په کې ترسره کېږي، د هېواد په ٢٠ ولايتونو کې عمليات روان دي او يادې سيمې د امن کېدو په حال کې دي.

هغه زياته کړه: “افغانانو ته ډاډ ورکوو، هغه سيمې او محلونه چې د رايې ورکولو صندوقونه په کې کېښودل کېږي او د ټاکنو کميسيون له لوري ټاکل کېږي، له (الف) تر (ي) د ټولو په اړه ډاډ ورکوو چې په جدي توګه به يې امنيت ټينګوو.”

ټاکنې

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .