نبي په یو ورځنیو سیالیو کې ۲۰۰۰ منډې جوړې کړي

۲۳ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۳۴ ق.ظ -

۸

نبي لومړی افغان کرکټ لوبغاړی شو چې په یو ورځینو سیالیو کې یې خپلې منډي ۲۰۰۰ ته ورسولې نوموړي دغه منډي په ۸۸ سیالیو کې ترسره کړي چې یو سیلیزه او نهه پنځوسیزې هم تر سره کړې دي

محمد نبي عیسی خېل تر دې دمه ټوټل ۸۸ یو ورځینۍ سیالۍ تر سره کړي دي چې په ۷۹ کې یې توپ وهنه تر سرکړې ده نوموړي په دغو سیالیو کې د یوې سلیزې او نهو پنځوسیزو پرمټ ۲۰۰۳ تر سره کړي دي.

چې ټوټل په دغو سیالیو کې شپږشپته شپږیزې او یو سلو څلورېشت څلوریزې لرې

تر هغه وروسته بیا دوهم لوبغاړی، چې په یو ورځنیو سیالیو کې ډيري منډې لري هغه شهزاد محمدي دی، چې نوموړی په یو ورځنیو سیالیو کې  ۱۹۵۲ منډې لرې او په دوهم مقام کې دی.

محمد نبي عیسی خیل په یادو سیالیو کې ۹۱ لوبغاړي هم په سوځولې ولې نبي هغه لوبغاړی دی چې تر راشد خان څخه وروسته په ډیرو نړیوالو لیګونو کې لوبیدلی دی.

چې په تیر پړاوبې پی ایل سیالیو کې د خپل ټیم لپاره کپتاني هم ترسره نوموړي د ډير پخوا راهیسې په افغان کرکټ لوبډله کې سیالۍ ترسره کوي چې له اصغر ستانګزې وړاندې یې د خپلې لوبډلې کپتاني هم په غاړه درلو ده.

ودان مینه وال

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .