نتنیاهو:ایرانیان د هټلر وارثان دي

۱۲ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۵۷ ب.ظ -

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ایران له الماني نازیانو سره تشبیه کړی او تور یې لګولی، چې دغه هېواد د هټلر په څېر غواړي یهودیان یو مخ نابود کړي.

نوموړي په یوه وینا کې نن دا خبره کړې او خبرداری یې ورکړی، چې ایران ته به د دې ارمان د پوره کولو موقع ورنه کړي .

نتنیاهو د خپل دغه تور په اړه نور جزیات نه دي ورکړي .

هغه دغه راز خبرداری ورکړی چې ایران ته به په سوریه کې د خپلو ځواکونو د مېشتولو اجازه ورنه کړي .

ایران د نتنیاهو د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی .

ایران او اسراییلو بیا، بیا یو بل ته د نابودۍ ګواښونه کړي او یو بل سره کلکه دښمني لري .

NA

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .