نشنل انټرسټ: د امریکا تګلاره په افغانستان کې بریالۍ نه ده

۱۶ عقرب , ۱۳۹۷ ,ساعت ۲:۰۲ ب.ظ -

نشنل انټرسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې افغانستان ته په زور او وسلو ثبات نه شي راتللی، بلکې یوه جامع او معقوله تګلاره کولی شي په دغه هېواد کې ثبات او امنیت ټینګ کړي.

 نشنل انټرسټ لیکلي پنټاګون ټینګار کوي، چې ددوی تګلاره په افغانستان کې بریالۍ ده، خو دغه تګلاره نه یوازې دا چې بریالۍ نه ده، بلکې ډېره ناکامه او خونړۍ ده.

 د سرچینې په وینا، ملکي تلفات لوړ شوي دي، وسله وال پیاوړي شوي دي، لا ډېرې سیمې یې لاندې کړې دي، امنیتي وضعیت ورځ په ورځ خرابېږي، د افغان پوځ تلفات لوړ شوي دي، نو امریکا په کوم دلیل دغه تګلاره بریالۍ بولي. په مطلب کې وړاندې راځي امریکا نه یوازې د جګړې په کابولو کې پاتې راغلې، بلکې په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ په برخه کې هم ناکامه ده.

2-140

د نشنل انټرسټ د مطلب له مخې، په افغانستان کې فساد اوج ته رسېدلی دی، ادارې کمزورې دي او خلک د حکومت له چارو خوښ نه دي.

نشنل انټرسټ لیکي امریکا ته په کار ده، چې د ځان او خلکو د تېر اېستلو پر ځای پر خپله تګلاره له سره کتنه وکړي او په دې توګه په افغانستان کې د روانې خونړۍ جګړې لمن ټوله کړي

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .